
پکتيکا: اربکي قومندان د قرآن حافظ وژلی «انځورونه»
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د اربکيانو يو قومندان د قرآنکريم حافظ په وحشت سره وژلی دی.
له سيمې څخه راپورونه وايي چې د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې د چهاردرې کلي اوسېدونکی قاري ظهورالله چې د ښرنې بازار څخه خپل کور ته په لاره و د قومندان لعل خان په نامه د اربکيانو يو تن قومندان چې «د چرسي زوی» په نامه يې شهرت درلود لومړی يې وهلی او له سختو شکنجو وورسته يې وژلی دی.
سرچينه وايي چې د قرآنکريم دغه حافظ له طاالبانو سره هيڅ قسم اړيکې نه درلودې، خپل درسونه يې ويل خو اربکيانو هغه د طالبانو په تور وژلی دی او له هغې وروسته يې په ټانګ باندې اچولی، خپلې وسلې يې ورسره ايښي دي او انځورونه يې ورسره اخيستي دی.
نوموړی د ښرنې ادبي بهير غړی هم و چې ددې ادبي بهير په غونډو کې به يې شعرونه په ترنم کې ګډون والو ته وړاندې کول.
بايد وويل شي چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې اربکيان او نور دولتي قومندانان وخت ناوخت عام خلک د طالبانو په نامه شکنجه کوي چې دا لړۍ په دې وروستيو کې تيزه شوې ده چې ولسي خلک يې انديښمن کړي دي.
د سولې ضد یو ژور، وحشتناک او چټک تحرک وجود لري.
له طالبانو بیا ګیله کیژي چې ولې یې سیاسي مشرانو دامنیتي ځواکونو د انحلال پر ځای د اصلاح څرګندونې ونه کولې؟؟
د دا ډول وحشتونو عاملین کله هم د بښلو وړ نه دي.
کاشکی موږ نن پدې شوم سرنوشت نه وای اخته کوم چی د زمانې د فرعونانو او قارونانو او سامریانو او ستمګرانو او لویو طاغوتانو د ګټو د خوندی د کولو لپاره یو بل په وړندی نه بخښونکی ظلمونه تر سره کوو. کله به د تاریخ د ترخه پټی څخه دا عبرت اخلو چی ظلم او تکبر او لوئي ( د هر چا لخوا چی وی او په هره کچه چی وی او په هره بڼه چی وی) کومه ورځ د بدو پایلو سره مخامخ کیږی. ددې ګُلالی ځوان ظالمانه وژنه او د قوماندان ساب متکبرانه حرکات به د هر صالح… نور لوستل »
داسی وحشت به اسرآئیل هم ونه کری دغه وحشیان داسلام دوشمنان دی دقرآن دی دحافظانو دی دعالمانو دی په دغو وحشیانو رحم کول نه دی پکار که نن تسلیم شی سبا بیا عفوه ورته وشی دغه دقرآن دحافط دمور اوپلار ورونو بچیانو اوخکی به کله پاکیژی دهغه مظلومانو اوخکی وچی نه وی دغه وحشی ته عفوه شوی وی داسی وحشیانو ته جزا پکار ده ددغو خبیثانو زرونه تور دی
خدای تعالی دی صلحه راولی، کی د قاتل خخه پوشتنه وشی نو زان به درته د وطن مدافع او غازی معرفی کری او مقتول دوزخی او یاغی. په دی نومانو دلته دیری بیگناه ککری خاوری شوی ان په وژلو یی زینو مقامونه، مدالونه او د تحسین القاب خپل کری. دا به تر هله د سپین ماشینی چرگو په شان حلالیزو تر سو دخدای تعالی دین ته رجوع کوو هغه په دی معنی چی هم طالب ته هم اشغالگر ته او هم حکومت ته په زغرده ووایو چی بس ده نور خپل ورور نه وژنم او خپل کور نه ورانوم.