‏ملګري ملتونه: په ارګ کې دې د جنسي ځورونو قضيه وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ويلي، په ارګ کې دې د جنسي ځورونو او فحشا خپرولو د تورونو قضيه په خپلواکه توګه وڅېړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشر ريچارډ بينت په ارګ او نورو دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو او فحشا خپرولو په اړه خواشيني ښکاره کړې او ټينګار يې کړی، چې دغه قضيه بايد په خپلواکه توګه وڅېړل شي او مجرمين يې څارنوالۍ ته معرفي شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر ريچارډ بينت نن يکشنبه په کابل کې د ښځينه حقونو په اړه يوه کنفرانس ته وويل، دغه  تورونه بايد وڅېړل شي او په دې اړه بايد هېڅ  ډول بې پرواهي ونه شي.

ريچارډ بينت زیاته کړه: «که په کاري چاپېريال کې د جنسي ځورونو قضيه په سمه توګه ونه څېړل شي، کاري محیط نا امنه کيږي، د خلکو باور له منځه ځي او په ټوله کې د کار  پر چاپېريال منفي اغېز کوي.»

هغه ټينګار وکړ، چې د ښځو په ګډون ټول کارکوونکي عدالت ته د لاس رسي قانوني حق لري او په دې اړه بايد هېڅ ډول بې  پرواهي ونه شي.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې وړمه ورځ بي بي سي په ارګ کې د جنسي ځورونو د رسوايۍ تر عنوان لاندې څېړنيز راپورو ليکلی و او تر هغه وړاندې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني پخواني ځانګړي سلاکار جنرال حبیب احمدزي د ارګ يو شمېر مهمې کړۍ د فحشا په خپرولو او له ښځينه کارکوونکو په جنسي رشوت تورن کړې وې.

له جنرال حبیب احمدزي وروسته د ملي امنيت شورا پخوانۍ سلاکارې مريم وردګ هم ويلي و، په حکومتي ادارو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره له ښځينه کارکوونکو جنسي اړيکې غوښتل کيږي.

 حکومت تل دغه ډول تورونه رد کړي، خو تر اوسه يې د جنرال احمدزي، مريم وردګ او بي بي سي د تورونو په اړه قانوني ګامونه نه دي پورته  کړي، بلکې يوازې د رسنيو له لارې يې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

دا ده امرېکېانو او اشربڼو له لاسته راوړنو ېوه لوئيه لاسته راوړنه
😜😜😜
دائ ده شڅو حقوق
🙃🙃🙃
الله ج
خپل دشمنان هم دهغسی رسواء ذلېله او شرمنده کوی
طالېب شڅی ته ده. مور خور او لور مقام ورکول غواړی
او ېا په نکاح سره هغه ته عزت ورکول غواړی
او دوئ بېا هری شڅي ته ده
ګرل فرېن‌‌‌‌‌‌ډ
مقام ورکول غواړی
اولسه
وس ئ څانته خوشه کړه.
ولسه
دلته ازادی ده
🤮🤮🤮