
د بارودو سیلۍ!! ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
دلته غم دلته دردونه ، دلته شور دی د سلګېو
دلته څړیکې، پرهرونه ، دلته ځوږ دی د زګیروېو
وې پر ګونجې مخ یې ماتې مرغلرې اوښکې باندې
د شهېد ځوی جنازې ته وړې سوېو اسویلېو
وو د ورور پر جنازه یې ، د بنګړو تخم کرلی
چې پر قبر یې ګلان شنه دي د خُور له شنو بنګړېو
غمو وړې کونډه ناوې یه و سر ته وه ولاړه
جنتي وینه یې تله له پرهرونو د مرمېو
د شهید ګودر چنار لاندې به شور ؤ د پېغلوټو
د بارودو سېلۍ لوټ کړ ،دلته حُسن د غوټېو
له ټپو یې د ننګ مینه اوریده د غزا ډول ته
هڅول جنګ ته زلمي به زموږ پېغلو ملالېو
د مېرڅي د بدرنګۍ راج چې یې رام کړلو ثاقبه!!
دا هېواد د میړنېو ، د اتلو سپین پګړېو
ثاقب خپلواک