ورزش

انګلستان لوبډلې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ لوبډلې نیوزیلند لوبډلې ته له ډرامایي او جالبې لوبې وروسته په ماتې ورکولو په لومړي وار د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې نن د یکشنبې په ورځ د جولایي په ۱۴مه نېټه د انګلستان او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې انګلستان لوبډلې د سوپر اور څخه وروسته د زیاتو څلوریزو په مرسته بریا خپله کړه.

د نړیوال جام په ۴۴ کلن تاریخ کې دا لومړی وار دی چې انګلستان لوبډله د نړیوال جام اتلولي خپلوي، له دې وړاندې انګلستان درې وارې پایلوبې ته لار موندلې وه خو په بریا خپلولو کې ناکامه شوې وه.

په وروستي اور کې انګلستان لوبډلې ته د ۱۵ منډو اړتیا وه، خو بین سټوکس له دوه توپونو میس کولو وروسته شپږیزه ووهله، په ورپسې توپ د نیوزیلند لخوا ترو وشوه چې په غلطۍ کې پر توپوهونکي ولګېده او د څلوریزې پر خوا لاړه او د لوبڅار لخوا شپږ منډې ورکړل شوې.

په وروستي توپ انګلستان ۲ منډو ته اړتیا درلوده چې یوه منډه یې جوړه کړه او د دویمې په کوښښ کې لوبغاړی رن اوټ شو او لوبه مساوي شوه.

وروسته سوپر اور (د یو-یو اور سیالۍ) ترسره شوه چې انګلستان لومړی توپوهنه وکړه او په یو اور کې یې ۱۵ منډې جوړې کړې، په ځواب کې نیوزیلند لوبډلې د جیمي نیشم په مرسته غوره توپوهنه وکړه، ۱۵ منډې یې جوړې کړې خو په وروستي توپ مارټن ګیپټل رن اوټ شو او یو وار بیا لوبه مساوي شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د قانون له مخې که چیرته په سوپر اور سیالۍ مساوي شي نو هغه لوبډله به ګټونکي وي چې زیاتې څلوریزې یې وهلي وي، په ننۍ لوبه کې انګلستان ۲۲ او نیوزیلند ۱۶ څلوریزې وهلې وې.

د نړیوال جام پایلوبې پچه کین ویلیمسین وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، د ورښت له وریدو وروسته که څه هم لومړی توپوهنه کول ستونزمن وي خو د هدف په بشپړولو کې لوبډله له فشار سره مخ کیږي.

نیوزیلند لوبډلې سوکه پېل وکړ خو د ویلیمسن او هینري نیکولس ملګرتیا منډې تر سلو واړولې، وروسته دنیوزیلند توپوهونکو د پام وړ توپوهنه ونه کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې انګلستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې نیوزیلند لوبډلې غوره توپ اچونه پېل کړه او د انګلستان لوبډله یې له فشار سره مخ کړه، وروسته د جوس بټلر او بین سټوکس لخوا په زړه پورې ملګرتیا وشوه، بین سټوکس مسوولانه لوبه ترسره کړه او تر پایه ودرید چې د سوپر اور په مرسته یې لوبډلې ته نړیوال جام وګاټه.

د بین سټوکس لخوا په وروستیو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره شوه چې د نړیوال جام اتلولي په خپلولو کې یې مهم رول ولوباوه، نوموړي ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

انګلستان لوبډلې له دې وړاندې په ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۹۲ کال کې پایلوبې ته لار موندلې وه خو بالاخره یې په ۲۰۱۹م کال کې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x