افغانستان

د شخصي پوهنتونونو د کانکور امتحان به نور د ازموینو ملي اداره اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې تر دې وروسته به د خصوصي یا شخصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو د کانکور امتحان د ازموینو د ملي ادارې له خوا اخیستل کیږي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو معین بری صدیقي په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دغه تصمیم د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو د ازموینو بهیر د شفافیت لپاره نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د ازموینو د ملي ادارې له خوا د کانکور امتحان اخیستنې تصمیم د جمهوري ریاست له خوا هم تایید شوی دی.

په عین حال کې د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش ویلي چې تر دې وروسته ټاکل شوې چې د اصلاحات اداري او ملکي خدمتونو، معارف او د ماسترۍ برنامو امتحان هم به د دوی له لوري واخیستل شي.

هغه وویل چې د کانکور نتایجو څه هم قاطع اکثریت خلک خوشحاله دي او هغوی چې خفه دي ډیری یې د رشتې په انتخاب کې د تېروتنې له کبله دي.

د خموش په وینا یو زده کوونکي د کانکور په امتحان کې ۳۰۳ نمرې اخیستې او له دې کبله خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوې چې انتخاب شوې رشتې ته يې نومورې نه وې پوره کړې. همدا راز یوه انجلۍ په ۳۴۰ نومرو بې نتیجې شوې ځکه څلور انتخابه يې غلط ول.

سږکال د کانکور په ازموینه کې ۱۸۹زره زده کوونکو نوملیکنه کړې وه چې له منځه يې ۱۷۴زره ۸۷۱ کسان په ازموینه کې ګډون وکړ چې له منځه يې ۶۱زره ۷۹۹ کسان دولتي پوهنتونونو، ۷۷زره ۷۱۸ کسان شخصي پوهنتونونو، ۱۵زره ۱۳۰ کسانو نیمه لوړه زده کړو ته لاره پیدا کړه او ۲۰زره نور یې ناکام شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x