سیاسي دفتر: د بین الافغاني کانفرانس وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وروستي بین الافغاني کانفرانس وروسته په هیواد کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري ملکي تلفات زیات شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د وروستي بین الافغاني کانفرانس په ترڅ کې د ټولو ګډونوالو له خوا پرېکړه وشوه چې د جګړې ټول اړخونه به کوشش کوي ترڅو د افغانستان د ولسي وګړو مرګ ژوبله صفر ته را ټیټه شي، او همداسي د ولسي خلکو د کورونو، کلینکونو او ټولګټو ځایونو احترام به ساتل کیږي. خو د کانفرانس تر پای ته رسیدا وروسته په ځانګړي ډول د کابل حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري عامه وژنه زیاته شوې.

په خبرپاڼه کې ځینو وروستیو پيښو ته هم اشاره شوې، لکه د بغلان ډنډ شهاب الدین سیمه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه په بمبار کې وژل کېدل، د هرات په شینډنډ کې د نهو تنو ملکيانو وژنه، د میدان وردګ په دایمرداد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې پر روغتون چاپه وهل، د طبي پرسونل او ناروغانو په ګډون ۴ تنه وژل، د پکتیکا په ښرنه کې د یوه غیر نظامي حافظ قرآن وژنه او جسد ته یې سپکاوی کول، او وروستۍ پيښه چې د میدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې تېره شپه رامنځته شوې او په ترڅ کې ۱۶ تنه وژل شوي چې په هغو کې د یوه پلار څلور زامن هم په قصدي ډول په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو ویلي دغه پيښې ثابتوي چې د کابل اداره او بهرني ملاتړي يې د دوحې کانفرانس په څیر د ولس او مخورو د هیڅ کومې پریکړې احترام نه لري.

د طالبانو سیاسي دفتر د دوحه کانفرانس پر ټولو ګډونوالو غږ کړی چې خپل مسؤولیت ادا کړي، د یادو عامه وژنو پر خلاف غږ اوچت کړي او د ټولو ممکنه لارو څخه په استفادې ددغه بشري ضد کړنو په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي.

طالبانو پر نړیوالې ټولنې، بشري نهادونو، رسنیو او حقوقي ادارو هم غږ کړی چې د یادو جنایاتو په مخنیوي کې خپل مسؤولیت ادا کړي او غږ اوچت کړي.

باید وویل شي په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې تر ټولو زیات ضرر ملکیانو ته رسیږي، له همدې امله د قطر په بین الافغاني کانفرانس کې چې د حکومت ځینو چارواکو هم ګډون په کښي درلود، ټولو ګډونوالو په بشپړ اکثریت سره پرېکړه کړې وه چې د تاوتریخوالي د کمښت په لومړي پړاو کې به د ملکي تلفاتو کچه صفر ته را ټیټیږي، او دا پرېکړه د کانفرانس مهمه لاسته راوړنه بلل کېده، خو له هغه راهیسي په ځانګړي ډول د کابل حکومت له لوري د شپنیو چاپو او بمباریو کچه زیاته شوې چې له امله یې ملکي تلفات هم ورسره زیات شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د