ورزش

مجیب ځدران په «ویټالټي بلاسټ» لیګ کې ګډون لپاره انګلستان ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی مجیب ځدران د انګلستان په کورني لیګ کې ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.

مجیب ځدران چې په نړیوال جام کې یې د افغان لوبډلې لپاره غوره کارکردګي ترسره کړه اوس په (Vitality blast) لیګ کې ګډون لپاره تېره شپه انګلستان هېواد ته لاړ، چې هلته به د مېډلسېکس کلب لوبډلې لخوا به لوبیږي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال انګلستان سوداګریز لیګ کې هم مجیب ځدران ګډون کړی و چې د همپشاير کلب لوبډلې لخوا لوبېده.

مېډلسېکس کلب لوبډلې د روان کال په فبروري میاشت کې له مجیب ځدران سره تړون لاسلیک کړ.

د ویټالټي بلاسټ سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جولایي میاشتې په ۱۸مه نېټه پېل شي، چې مجیب ځدران به خپله لومړۍ سیالۍ د یاد لیګ له لومړۍ لوبې څخه کوي، دوی په لارډز لوبغالي کې د ایسیکس ایګلز لوبډلې سره لومړۍ سیالۍ لري.

په دې لیګ کې به محمد نبي هم د مجیب ځدران ملګرتیا کوي، نوموړی د کينټ سپايتفاير کلب لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی، محمد نبي تېر وار په دغه لیګ کې د لیسیسټر شایر لوبډلې لخوا لوبېدلی و.

د افغان ملي لوبغاړو لخوا په ويټالټي بلاسټ لیګ کې راشد خان او ظاهر خان هم لوبېدلي دي، خو دغه دواړه لوبغاړي په یاد لیګ کې دا وار نه دي اخیستل شوي.

د یادونې ده چې په ویټالټي بلاسټ سوداګریز لیګ کې به ۱۸ لوبډلې ټولې ۱۳۳ سیالۍ ترسره کړي چې د جولايي مياشتې په ۱۸مه نېټه به پېل کيږي او د ستمبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x