نړۍ

پنټاګون افغانستان کې د وژل شوي امریکايي جګړن هويت روښانه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي پوځي جګړن د هويت په اړه جزيات خپاره کړي دي.

له پنټاګون څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، څلوېښت کلن جيمز راين سارتر د شنبې په ورځ په فاریاب ولايت کې له طالبانو سره د  مخامخ نښتې پر مهال ټپي شوی و او د خپلو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

امریکايي رسنيو هم د جيمز راين د پيژندنې او ژوند ليک په اړه ځينې مطالب خپاره کړي دي.

د رسنيو په وينا نوموړي له افغانستان وړاندې په عراق کې هم پوځي خدمات ترسره کړي وو.

دا امریکايي سرتېری په داسې حال کې وژل شوی، چې د افغانستان روانې کشالې د سياسي حل لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات روان دي او دواړه لوري دغه خبرې  ګټورې بولي.

امریکايي چارواکي او ناټو وايي، له طالبانو سره د  خبرو پر مهال د امریکايي او ناټو پوځيانو وژل کېدل د سولې لارې  نورې هم لنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x