افغانستان

نړیواله ټولنه د ولسمشریزو ټاکنو بودیجه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وایي، له افغانستان سره مرستندویه هیوادونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له بودیجې چې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوې؛ له ورکولو انکار کړی.

د اریانا نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» د جرګې په پرونۍ ناسته کې وویل « مرستندویه هیوادونه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بودیجه نه ورکوي نو ځکه افغان حکومت خپله هڅه کوي څو د ټاکنو لپاره پیسې برابرې کړي».

مسلمیار زیاته کړې « حکومت ولسي جرګې ته د بودیجې د تصویب وړاندیز لېږلی او موږ هیله لرو چې وکیلان به خپلې د ګرمۍ رخصتي لغوه او د بودیجې په تصویب به کار وکړي».

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، دوولس میلیونه ډالر یې په تقویتي نوملیکنه لګولي او تر اوسه یې د څه باندې درې سوه زرو کسانو نومونه ثبت کړي او د بایومټریک د د ستګاوو د پېرلو لپاره څورالس میلیونه ډالرو نورو ته هم اړتیا لري».

تر دې وړاندې پام کې وه، چې ټاکنو کمېسیون به په تقویتي  نوملیکنه دوولس میلونه ډالر ولګوي او د شاوخوا یو میلیون کسانو نومونه به ولیکي خو د دوولس میلیونو ډالرو په لګولو تر دې دمه د درې سوه زره کسانو نومونه ثبت شوي.

بل لور ته نړیواله ټولنه داسې مهال د بودیجې له ورکړې انکار کوي، چې امریکایي لوری له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی او ډېره تمه کېږي چې دواړه لوري به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغانستان څخه نړۍ ته د نه تهدید په موضوعاتو توافق ته ورسېږي.

د شنونکو په باور، که چېرې امریکایي لوری له طالبانو سره توافق ته ورسېږي او بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي، نړیواله ټولنه به د کابل له حکومت سره خپلې مرستې ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x