نړۍ

روحاني: امریکا دې د ګواښونو پر ځای د خبرو لاره غوره کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، هېواد يې د امریکا له ګواښونو او بنديزونو نه ډاريږي او ولسمشر ټرمپ دې د تاوتريخوالي او ګواښونو پر ځای د خبرو لاره غوره کړي.

روحاني ایراني ولس ته په تلويزوني وينا کې ويلي، تهران تل پر خبرو باور لري، که امریکا بنديزونه لرې کړي او د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ومني، له امريکا سره همدانن هر ځای خبرو ته حاضر دي.

حسن روحاني ټينګار کړی، چې د اټومي تړون په اړه د امریکا سرغړونو ته به د ایران زغم يو وخت پای ته رسېدونکی دی.

هغه وايي، که امریکا په خپل دريځ کې رښتينولي وښيي، ایران ورسره خبرو ته تيار دی، خو په دې شرط، چې پر ایران لګېدلي بنديزونه پورته شي.

روحاني زياته کړې: «موږ له سختو ترينګلو حالاتو مخ وو، خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې مو اقتصادي حالت مخ پر ښه کېدو دی، د صبر سياست مو په سټراټيژيیک تعامل بدل کړی دی او د مخکې تګ هوډ لرو.»

په عين حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي، له امریکا سره د اټومي تړون او نورو جنجالي موضوعاتو په اړه خبرو ته حاضر دي.

خو ایران ټينګار کوي، چې د مذاکراتو له پيلېدو وړاندې بايد د ایران تېلو ته د صادراتو اجازه ورکړل شي او امريکا پر ایران لګېدلي بنديزونه  پورته کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ روان تاوتريخوالي د اروپايي ټولنې اندېښنې راپارولي دي.

د اټومي تړون ګډونوالو فرانسې، برتانيې او المان اندېښنه ښکاره کړې، چې د تهران او واشنګټن د تاوتريخوالي له امله اټومي تړون د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دی او له دواړو هېوادونو يې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل و فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x