افغانستان

د بادغیس ولایت اوسېدونکو د ولایت مقام په مخکې د پرلت خېمه درولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغیس ولایت اوسېدونکو په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې د ولایت مقام مخې ته د پرلت خېمه درولې او په اعتراضونو یې لاس پورې کړی.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د پرلت په خېمه کې راټول شوي کسان د والي د استعفا غوښتنه لري او په خبره یې، تر څو یې یاده غوښتنه پوره شوې نه وي د پرلت خېمه نه ټولوي.

د لاریون کوونکو له ډلې یو تن «دوست محمد» وايي، د بادغیس والي د ولایت د مدیریت وس نه لري او بې کفایته دی، ورځ تر بلې د نا امنۍ سیمې زیاتېږي نو باید استعفا ورکړي».

په ورته وخت کې د بادغیس ولایت ولایتي شورا غړي هم په د ولایت امنیت ته په اندېښنه کې دي او په وینا یې نا امني ورځ تر بلې ښار ته رانږدې کېږي او اوس د ښار څنډې هم نا امنه دي.

خو د بادغیس والي «عبدالغفور ملکزی» بیا دا ادعاوې ردوي او پیل شوی لاریون د ځان په وړاندې توطیه بولي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکو داسې مهال د نا امنیو په وړاندې په اعتراض لاس پورې کړی چې درې ورځې وړاندې د یاد ولایت په امنیه قوماندانۍ باندې طالب جنګیالیو سرتېری برید وکړ چې په پایله کې یې د ۵ کمانډو عسکرو په ګډون تر ۲۵ ډير پولیس ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x