افغانستان

عمران خان له ټرمپ سره د افغانستان په سوله غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» چې د روانې میاشتې په ۲۲ مه نېټه واشنګټن ته ځي، تمه ده د نورو موضوعاتو تر څنګ له ټرمپ سره د افغانستان په سوله هم وغږېږي.

دې نیشن ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکي « د افغانستان سوله او د سیمې ثبات او امنیت هغه څه دي چې عمران خان به له ټرمپ سره ورباندې غږېږي، پاکستان د طالب او امریکايي استازو تر منځ له روانو خبرو بشپړ ملاتړ کوي او تیار دی د افغانستان د سولې په برخه کې نورې هڅې هم وکړي».

راپور زیاتوي « د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو خوښ ښکاري خو لا هم په دې برخه کې باور جوړنې ته اړتیا لیدل کېږي».

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال د افغانستان په سوله له ټرمپ سره غږېږي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاو مذاکرات تازه ختم شوي او دواړه لوري یوه توافق ته د رسېدو په هیله په نږدې راتلونکې کې بیا جرګه کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، که چېرې له امریکایانو سره یوه توافق ته ورسېږو دا توافقنامه به د تضمین کوونکو هیوادونو په وړاندې له امریکا سره لاسلیک کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x