د کانګريس اجنبي غړو ته د ټرمپ پيغام: «له امريکا ووځئ»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورپوستو او اجنبي کانګريس غړو ته ويلي، چې له امريکايي ووځي او خپلو هېوادوتو ته لاړ شي.

ټرمپ په خپل ټويټر  پيغام کې ويلي: «د کانګريس اجنبي غړي په اصل کې له هغو هېوادونو راغلي، چې خپل هېوادونه يې له ګډوډۍ او ناخوالو ډک دي.»

ټرمپ هغه څلور اجنبي ښځې يادې کړي، چې درې يې اليګزانډرا اوکاسيو کورتيز، راشد طلیب او ايانا پريسلي  په امريکا کې  پيدا شوي او څلورمه الحان عمر په کوچنيوالي کې امریکا ته تللې ده.

د ټرمپ دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا د ولسي جرګې مشرې نينسي پلوسي د ټرمپ څرګندونې له نفرت  ډکې بللي دي.

هغه وايي، د کانګريس د څلورو ښځينه غړو په تړاو د ټرمپ له  څرګندونو ښکاري، چې هغه د سترې امريکا مخالف دی او يو ځل بيا غواړي، چې امريکا يوازې سپين پوستو ته پاتې شي.

هغې په خپل  ټويټر پيغام کې ويليي: «زموږ رنګارنګ قومونه زموږ ځواک دی او زموږ يووالی زموږ قوت د ی.»

د مشيګن ايالت څخه ټاکل شوې غړې راشد طليب په خپل ټويټر  پيغام کې د ټرمپ د محاکمې غوښتنه کړې ده.

اليګزينډرا کورتيز هم د ټرمپ د ټويټر پيغام په ځواب کې ويلي، چې ولسمشر هغو خلکو ته درناوی نه لري، چې موږ يې ټاکلي يو، موږ ستا له دې خبرو نه ډارېږو.

د الحان عمر په نوم د کانګريس بلې غړې هم ټرمپ په توکمپالنې تورن کړی او ليکلي يې دي: «تر اوسه تر ټولو بدترین، فاسد او نااهله ولسمشر ټرمپ دی.»

د کانګريس نورو غړو هم د ټرمپ څرګندونې رد کړي او هغه يې په توکمپالنې تورن کړی دی.

امریکايي رسنيو او ګڼو کارپوهانو هم د ټرمپ څرګندونې رد کړي او پر هغو يې اندېښنه  ښوولې ده.

ټرمپ تر اوسه د دغو نيوکو په  اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

امریکا خو په اصل کې د اندیانو ملک دی خو دهغوی لویه برخه له اروپا څخه تښتېدلیو جنایتکارانو په قتل ورسول ، ترمپ په خپله لکه بوش المانی نژاده دی نیکه یې له المانه امریکا ته وتښتېده ځکه چې هغه له عسکري څخه انکار کړی وو نو د المان دهغه وخت دولت د ترمپ نیکه په تنګ که او امریکې ته ترې و تښتېده ! دغه ترمپ اوس فاسد نژاد پالونکی او رسیست دی ، دښځو سره بد چلند کوي او یو لوچک ډوله لډر دی ! د ترمپ نیکه اول ځل مردګاوي کوله له هغو پيسو څخه د ترمپ… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

ياره پتنګ صاحب ژوندي اوسي او عمر د ډير شه.
د ترمپ چري خره په تعريف د دومره وخندولم، چه په داټول کال کي مي دومره ندي خندلي او نن شپه به په خوب کي هم تر سهاره خاندم. حقيقت دي، که امريکايان احمق نوي، نو دي چري ته به ئي رايه نه ورکولي. په درناوي کاروان

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خپله پر امریکائی دموکراسی مین ! یم نو ځکه کله چی می دا مینه ډیره مسته سی لاندی اوږده قصیده وږغوم:
امریکائیانو!
ستاسی د ها جورج واشنګټن په قبر لا د عبدارشید دوستم دغه در دغه کم.