افغانستان

کابل ښار د ۶۶ میګاواټه برېښنا له کمبود سره مخ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې کابل اوسمهال ۶۶ میګاواټه برېښنا له کمبود سره مخ دی او له همدې کبله پرچاوي زیاته شوی.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې کابل ۴۳۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو اوس په هر ساعت کې موجوده انرژي ۳۶۴ میګاواټه ده.

د یاد شرکت د معلوماتو پر اساس کابل ښار ته ۲۴۲ میګاواټه وارداتي، ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د نغلو او ۲۲ میګاواټه برېښنا د سروبي بند څخه ورکول کیږي خو د ماهیپر تولیدي دستګاه چې تر ۵۰ میګاواټه برېښنا څخه زیاتې انرژۍ د تولید ظرفیت لري اوس دکابل سیند د اوبو د کمېدو له کبله دغه دستګاه له تولید څخه پاتې ده.

د برېښنا شرکت ویلي چې دوی یو طرحه اماده کړې او کابینې تصویب کړې چې له مخې به یې د دولتي اداراتو د برېښنا اړتیا  د لمریزې برېښنا څخه پوره کړي.

د دغې طرحې پر اساس په لومړۍ مرحله کې به ۱۵ دولتي ادارې لمریزې برېښنا سره وصل شي او دغه کار به د څلورو میاشتو په ترڅ کې وشي.

افغانستان یو له هغه هیوادونو ګڼل کیږي چې د کال په کې ۳۰۰ ورځې لمر وي او داسې اټکل هم شوی چې  افغانستان د ۲۲۲ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x