
هېواد ته راستانه شوي کډوال تر پخوا ستونزمن حالت سره مخ دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله اداره «UNHCR» او نړيوال بانک وايي، له ۲۰۱۴ کال راهيسې، چې کوم کډوال افغانستان ته راستانه شوي، د هغو کډوالو په پرتله له خطرناک حالت سرهر مخ دي، چې لا هم پاکستان کې ژوند کوي.
ملګري ملتونه وايي، هېواد ته راستانه شوي کډوال له بېکارۍ، روغتيايي ستونزو، د ښوونيز چاپېریال نه شتون او اقتصادي کړاوونو سره مخ دي.
«يو اېن اېچ سي ار» او نړیوال بانک غوښتنه کړې، چې د راغلو کډوالو ژوند ته دې جدي پاملرنه وشي او په دې اړه دې ځانګړی بېړنی پلان جوړ او عملي شي.
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت هم مني، چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ګڼو ستونزو او کړاوونکو سره لاس او ګرېوان دي.
د دغه وزارت مرستيال ویاند رضا باهر وايي، د کډوالو د ستونزو سربېره هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې راستنو شوو کډوالو ته تر اوسه يو لک او شل زره کاري چانسونه برابر کړي او په دندو يې ګومارلي دي.
د باهر په وينا په دغو کارونو کې ځينې لنډمهالي وو، چې له څه مودې وروسته ضايع شوي او راستانه شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د راستنو شوو کډوالو د ستونزو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې ډېری راغلي کډوال د مزدورۍ لپاره بېرته پاکستان ته تللي او هلته څو څو مياشتې مسافري کوي.
د نورو افغانانو سربېره ډېری راستانه شوي کډوال له ناامنۍ، شپنيزو چاپو،چاودنو ګرانۍ او بې کارۍ سر ټکوي، خو حکومت تر اوسه د دغه ډول ستونزو د له منځه وړلو لپاره کوم ګامونه نه دي پورته کړي.