شعـــــرونه

غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

که جګړه بنده شي اوربند وشي
نو بیا به ښه لوبه د ژوند وشي

ددغې لوبې به ګټونکي یو ټول
دا ټول ګټنه به په خوند وشي

اخ څه شبنم شبنم خوبونه به وي
چې د نرګسو پر مړوند وشي

د ګلابونو به پوځونه راځي
ترې به زرها ټنه ګل قند وشي

هرات به ګل ګل زعفران ټوکوي
د بخت غنم به پر هلمند وشي

ږلۍ به نه وهي ماشوم ګلونه
دا ځل به داسې ږَلیبند وشي

تود هرکلی به د آنارو انګور
په بخارا په ثمرقند وشي

د کاروان توري دي پتري د امن
د ماتو زړونو به پیوند وشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x