غزل؛ عابد ځواک

ستا ورځي او شپې چي له دې ژونده مـــروري سوې
زما هم ګرمي اوښکي بس له سترګو مسافري سوې

څنــــګه به پر شونډو خندا راسي څنګه وخاندم
زما چي پښتنې خوندي د بل وطن سوالګري سوې

ما چي ستا د یاد درنه څپيړه پرمخ وخوړه
ماتي مي جانانه د هوس دواړه وزري سوې

ستا د هجر درد مي د زړګي برج ته ختلی دی
هیڅ ورته زما د خوشالیو یاغي زغري سوې

ستا د خولي خبري له حکمت او نصیحت ډکي
ټولي مي راټولي کړي و ماته ملغلري سوې

دا چي یې رنګ ژړ سترګي نمجني شونډي وچي سوې
ځواک ته ور په یاد د آشنا سترګي بڼوري سوې

عابد ځواک

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د