روزګان: بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۵ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د روزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دی.

له روزګان ولايت څخه راپورونه وايي چې ددې ولايت د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو مرکزونه په نښه کړل چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول او جګړه پيل شوه چې وروسته سيمې ته جيټ الوتکې ورغلي او په سيمه کې يې د ولسي وګړو کوورنه بمبار کړي دي چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د روزګان پخواني والي امان الله تيموري چې د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې اوسيږي وايي چې په وژل شويو کسانو کې دده د کورنۍ غړي هم شامل دي چې جسدونه يې تر خاورو لاندې دي.

تيموري ويلي دي چې له بمبار شويو کورونو ور هاخوا نورو سيمو کې په هوايي بريدونو کې شپږ تنه طالبان هم وژل شوي دي.

تر اوسه د روزګان دولتي مسؤلينو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د ميدان ودرګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ۱۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول چې څلور په کې ورونه وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د ولسي وګړو په کورونو شپنيز عمليات او چاپې تر بل هر وخت زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د ګوتو به شمار غلام ګیدړان یی پیدا کړی ، هغوی یی لمړی بیلونر او د دموکراسی نیکتآیی ورپه غاړه کړی هغوی ته افغانان وایی او نور اصیل افغانان پری وژنی ، چاته یی وایی . رسنی هم د کابل د غلامو ګیدړانو او بارنی شغالانو په واک کی دی له سپینه تور او له توره سپین جوړولی حتی د نن تکی اسیا بیطرفی پآنی ته یی هم ځینی ټاکلی چه د حقایقو ډکی لیکنی او تبصری کمرنګه او کم خونده کړی . دجال که دا نه وی نو دجال به څه تعریف لری او څه وخت او په څه… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

بس د ویده ولسونو به همدا حال وی سوک به د طالب، سوک به د حکومت ،سوک به د جاسوس او …. په نامه وژل کیزی. بده داچی د هر یوه د وژنی لپاره کفری نری او ددوی ابزار لکه پنجاب.. د خپلو گتو لپاره متحد کار کوی. خدای تعالی او اولس ته ظالم ظالم دی چی په هر نامه او گروب کی وی. عجیب وطن ساتنه ده ، وژنی ملکیان (روزگان او وردک) وایی ترورستان له منخه ورو. د بل په ماین بیا د واده ورا شهیدانیزی (خاکریز ولسوالی) وایی جهاد کوو. الله مو خراب کره پدی وطن ساتنه… نور لوستل »