پاکستان یو وار بیا پر مبایل کارتونو مالیه کمه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سترې محکمې پریکړه وکړه چې د مبایل شرکتونه دې له دې وروسته د مبایل پر کارتونو اضافي مالیه نه اخلي.

د پاکستان مشهورو خبري اژانس د راپورونو له مخې د پاکستان سترې محکمې یو وار بیا د مبایل کارتونو اضافي مالیه چې له ۷ څخه تر ۱۰ سلنه یا ۱۲ روپۍ او ۹ پيسې کیږي د ختمولو پریکړه وکړه.

له دې وروسته به د مبایل کارت په داخلولو سره د خدمتونو او عملیاتي مالیه نه پرې کیږي او د ۷۶.۹۴ روپیو پرځای به ۸۸.۸۹ روپۍ مبایل ته انتقالیږي.

له دې وړاندې هم پاکستان کې د مبایل پر کارتونو ۷۶ روپۍ داخلیدلې، د پاکستان سترې محکمې د روان کال په پېل کې پر مبایل کارتونو هر ډول مالیه له منځه ویوړه چې بیا به په د ۱۰۰ روپو په کارت ۱۰۰ روپۍ داخلیدې خو له څو میاشتو وروسته دغه پریکړه ختمه شوه.

د روان کال په اپریل میاشت کې د پاکستان سترې محکمې د پریکړې سره سم پر مبایل کارتونو ټوله مالیه ولګول شوه چې اوس د نوې پریکړې سره سم به د مبایل کارت په داخلولو اضافي مالیه نه پرې کیږي.

د پاکستان مخابراتي شرکتونو د وینا سره سم پر مبایل کارت ټوله ۳۲سلنه مالیه پرې کېده چې ۱۲.۵سلنه یې د مالیې ساتلو مالیه او ۱۹.۵سلنه یې عملیاتي مالیه ده، خو تر تېر کاله پورې دغه مالیه ۳۹سلنه وه.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د