افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر ټولو کمه جایزه ترلاسه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د هرې لوبډلې لپاره چې په نړیوال جام کې یې ګډون کړی و نغدي جایزې ورکړل شوې چې له مخې یې افغان لوبډلې ته تر ټولو کمه نغدي جایزه ورکړل شوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله چې له نړیوال جام وړاندې د یو شمېر ستونزو ښکار وه په نړیوال جام کې د څو غوره سیالیو سربېره کومه لوبه ونه ګټله او په صفر پواینټ سره بهر شول.

د یکشنبې په ورځ د جولايي په ۱۴مه نېټه د نړیوال جام پایلوبه ترسره شوه چې انګلستان لوبډلې نیوزیلند لوبډلې ته له زړه بوږنونکي او حیرانونکي لوبې وروسته د نړیوالې شورا د اصولو له مخې ماتې ورکړه او د یاد جام اتلولي یې خپله کړه.

د ۲۰۱۹م نړیوال جام کې د لوبډلو لپاره په نغدي جایزو کې تر ټولو زیاتې پیسې د نړیوال جام ګټونکې انګلستان لوبډلې ته او تر ټولو کمې پيسې صفر پواینټ درلودونکې افغانستان لوبډلې ته ورکړل شوې.

په دې لیست کې چې افغانستان لوبډلې هیڅ کومه بریا خپله نه کړه (۲۰زره) امریکايي ډالر ترلاسه کړل.

ویسټ انډیز، بنګلدیش، سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلو ته ۴۰-۴۰زره، پاکستان لوبډلې چې په ګروپي سیالیو کې یې لومړی مقام خپل کړ ۱۰۰زره امریکایي ډالره نغدي جایزه ترلاسه کړه.

په نیمه پایلوبو کې ګډون کونکو لوبډلو لپاره ۸۰۰-۸۰۰زره ډالر، د نړیوال جام رنر اپ «نیوزیلند» لوبډلې ۲ ملیونه او د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې انګلستان ۴ملیونه امریکایي ډالره نغدي جایزې ترلاسه کړې.

په دې لیست کې هغه لوبډلې چې په لوبو کې یې بریا خپله کړې ده اضافي نغدي جایزې هم ورکړل شوي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د نړیوال جام پایلوبې غوره لوبغاړی بین سټوکس او د نړیوال جام سیالیو غوره لوبغاړی او غوره لوبډلمشر کین ویلیمسن وټاکل شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام څخه وړاندې په دغه جام کې ګډون کونکو لوبډلو لپاره نغدي «۱۰ ملیونه» ډالر جایزه ټاکلې وه چې هرې لوبډلې ته د هغوی پر کارکردګۍ ورکړل شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د