د نړيوال جام لومړۍ تاريخي پايلوبه چې ګټونکی يې په څلوريزو وټاکل شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): پرون د يکشنبې په ورځ د جولايي په ۱۴مه نېټه د نړيوال جام تاريخي او په زړه پورې پايلوبه ترسره شوه چې په کې ګټونکې لوبډله د يوه نوي قانون او اصولو له مخې وټاکل شوه.

د نيوزيلند او انګلستان لوبډلو ترمنځ د ۱۰۰ اورونو يو ورځنۍ لوبه د منډو په مساوي کېدلو پای ته ورسېده چې وروسته د بل پړاو لپاره د سوپر اور سيالۍ ترسره شوه.

په سوپر اور کې انګلستان لوبډلې نيوزيلند ته ۱۵ منډې جوړې او ۱۶ منډې هدف وټاکه، نيوزيلند لوبډلې په ځواب کې ۱۵ منډې جوړې کړې او د ۱۶مې منډې جوړولو پرمهال لوبغاړی رن اوټ شو چې يو وار بيا لوبه مساوي شوه.

د کرېکټ نړيوالې شورا د قانون له مخې که چيرې په سوپر اور کې هم سيالۍ مساوي شي، نو هغه لوبډله ګټونکې اعلانيږي چې په دواړو پړاوونو (۵۰ اورونو او سوپر اور) کې يې زياتې څلوريزې وهلې وي.

انګلستان لوبډله ځکه د نړيوال جام ګټونکې اعلان شوه چې زياتې څلوريزې يې وهلې وې، دوی ټولې ۲۴ خو نيوزيلند لوبډلې ټولې ۱۶ څلوريزې وهلې وې.

که څه هم د نړيوال جام پايلوبه د منډو او يا ويکټو په توپير ونه ګټل شوه خو اصول او قانون ته هره لوبډله درناوی لري، همدا لامل و چې د نيوزيلند هيڅ لوبغاړي په ياد قانون نيوکې ونه کړې او نه يې هم کوم غبرګون وښود.

د نيوزيلند لوبډلې، مشر، روزونکي، د کرېکټ نړيوالو شنونکو او مبصرينو د لوبڅار پر هغه پريکړه نيوکې وکړې چې پر توپوهونکي لګېدلی توپ چې د ترو په واسطه څلوريزې ته تللی و ۶ منډې ورکړې، ځينو ويل چې يوازې هماغه ۲ جوړې شوې منډې سمې وې خو ځينو نورو ويل چې بايد لوبڅار د ۶ پرځای ۵ منډې ورکړې وای.

د يادونې ده چې نيوزيلند يو له هغو لوبډلو څخه ده چې تر دې دمه يې د نړيوال جام اتلولي نه ده ګټلې، بلخوا انګلستان لوبډله چې د نړيوال جام په ۴۴ کلن تاريخ کې يې په لومړي وار اتلولي خپله کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د