ورزش

افغان الف لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې د څلور ورځنیو لوبو سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلدیش الف لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه مساوي پای ته ورسېده چې له دې سره د دوه لوبو په لوبلړۍ کې افغانستان الف لوبډلې بريا خپله کړه.

دویمه څلور ورځنۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بنګلدیش ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې لوبه د ورښت له کبله وځنډېده او آن په دریمه ورځ بیا پېل شوه.

بنګلدیش الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۰ منډې وکړې، ددوی لخوا محمد نعيم ۶۵ او رقیب الحسن ۶۱ منډې وکړې، په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا يمين احمدزي، شرف الدین اشرف او قیس احمد درې-درې  لوبغاړي وسوځول.

افغانستان الف لوبډلې بيا په څلورمه ورځ د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې او له دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه مساوي پای ته ورسېده، ابراهیم ځدراڼ ۹۶ او بهیر شاه ۵۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دوه څلور ورځنيو فرسټ کلاس لوبو په لړۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه په ۷ ويکټو ګټلې وه چې له دې سره يې په لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګلدیش الف لوبډلو ترمنځ به د پنځه يو ورځنيو (لېسټ اې) لوبو لوبلړۍ د جولايي میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x