ICC د نړیوال جام غوره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د نړیوال جام غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې هیڅ افغان لوبغاړی په کې نه دی شامل شوی.

په یاد لیست کې د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې انګلستان څخه ۴، د رنر اپ «نیوزیلند» لوبډلې څخه ۳، د استرالیا او هند لوبډلو څخه ۲-۲ او د بنګلدیش لوبډلې څخه یو لوبغاړی شامل شوی دی، په دې لیست کې دولسم لوبغاړی د ویسټ انډیز لوبډلې چټک توپ اچونکی ټرینټ بولټ دی.

د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام غوره لوبډلې لوبډلمشرۍ ته کین ویلیمسن انتخاب شوی دی، نوموړي په زیاتو منډو او په زړه پورې لوبډلمشرۍ سره د یاد جام غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د اوپنر توپوهونکو لپاره په دغه لیست کې هندۍ روهیټ شرما چې د نړیوال جام زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و او انګلستانی جیسن روی ټاکل شوي، په نورو لوبغاړو کې کین ویلیمسن، شکیب الحسن، جویي روټ، د نړیوال جام پایلوبې ګټونکی «بین سټوکس»، او د ویکټ ساتنې لپاره استرالیاوی الیکس کیري غوره شوی دی.

په توپ اچونکو د استرالیا لوبډلې چټک توپ اچونکی میچل سټارک، سټارک په نړیوال جام کې د زیاتو ویکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ مات کړ، نوموړي ۲۷ ویکټې واخیستې.

دویم چټک توپ اچونکی جوفرا آرچر چې پایلوبه کې د سوپر اور ګټونکی شو، دریم نیوزیلندی «لوکي فرګوسن» او څلورم هندی جاسپریټ بومرا ټاکل شوی دی، چټک توپ اچونکی نیوزیلندی ټرینټ بولټ دولسم یا احتیاطي لوبغاړی ټاکل شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په خوښ شوي لیست کې هیڅ پاکستانی، ویسټ انډیزی، سویلي افریقایی، سریلانکایی او افغانی لوبغاړی شامل نه دی، دغه لوبډلې په ګروپي سیالیو کې له نړیوال جام څخه بهر شې.

د یادونې ده چې د نړیوال جام اتلولي تېره ورځ انګلستان لوبډلې په لومړي وار له ډرامایي او زړه بوږنونکې لوبې وروسته خپله کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د