د بشری حقونو کميسيون: د ګډو عسکرو په عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه زياته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسيون وايي، د افغان حکومتي عسکرو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو په عملیاتو او بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون اجرائيوي مشر موسی محمودي وايي، د روان ۱۳۹۸ لمريز کال په تېرو درې مياشتو کې په روانو بمباريو، جګړو او چاودنو کې د  ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۶ کسان وژل شوي ۱۸۹۲ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې په ننګرهار، لوګر، کاپيسا، کندوز، بغلان، پکتيا، پکتيکا، هلمند، روزګان او نورو سيمو کې د ملکيانو مرګ ژوبله کې بې ساري زياتوالی راغلی دی.

يوازې په تېرو  څو ورځو کې په ميدان وردګو ولايت کې څو  ‎ځله په شپنيزو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو سربېره د سيدانو تنګي د غیر دولتي روغتون ډاکټران، نرسان او ناروغان په عملياتو کې وژل شوي او وړمه شپه هم په جغتو ولسوالۍ کې اتلس ملکيان وژل شوي وو.

همدا نن د روزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې بهرنيو پوځيانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ ملکيان وژلي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون له ګډ حکومت، د هغوی له بهرنيو ملاتړو او طالبانو غوښتي، چې د خپلو جګړو او نښتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې هم ويلي و، د طالبانو په پرتله د دولتي عسکرو او بهرنيو پوځيانو په عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

طالبانو ويلي، د دوحې له بين الافغاني ناستې وروسته د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره شپه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې د دوحې له بین الافغاني ناستې وروسته د ملکيانو په مرګ ژوبله کې نور زياتوالی هم راغلی او د دغې ناستې د ګډونوالو سربېره يې د بشري حقونو د څار له ډلو او رسنيو غوښتي وو، چې د ملکي خلکو د مرګ  ژوبلې  پر خلاف غږ پورته کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د پاک الله(ج) کارونو او د اشرف مخلوقات و خلقت ته حيرانی وړی يم ، پدی اشرفو کی بيا مسلمانان تر ټولو ځان اشرف ګڼی ، که ورته وويل سی چی وروره ته خو مسلمان يی ، دی به سور سی وای الحمدلله خود مسلمان يم ، خو که ورته ځير شی زمونږ د خوږ نبی محمد مصطفی(ص) او د هغه د خوږو يارانو(رض) هغه تر ټولو خوښ او د اجر عمل چی هغه د خپل خالق په لاره کی جهاد دی نه داچی نه يی کوی ، منی يی هم نه ، داچی منی يی نه ، خنډونه ورته… نور لوستل »