
غزل؛ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
د بارودو ، له غباره وینې څاڅي
د دې ښار پر هره لاره وینې څاڅي
چې د پیغلو مات بنګړي ورپه کې ښکاري
د ګودر له ړنګ چناره وینې څاڅي
د ښکلا په شپه یې، ناوی کړه شهیده
په سلګو یې له سینګاره وینې څاڅي
د رڼا تږي به کله پرې اوبه شې؟
په دې چم کې له سهاره وینې څاڅي
د شهید جومات له ورانو دیوالونو
له خټین لوړه مناره وینې څاڅي
ترهیدل چې شیطانان یې له وارونو
بیا د ستورو له مداره وینې څاڅي
چې نغمو یې ویښول ویده قومونه
د رباب له سوې تاره وینې څاڅي
اخ !! پر ګل څیره یې پروت شبنم د وینو
د ګلاب له ګل رخساره وینې څاڅي
چې مهین درد پري مئین ولو ثاقبه !!
له سرو ، شونډو د پرهاره وینې څاڅي
ثاقب خپلواک