لوګر: په جومات هوايي بريدونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت مرکز پل علم اړوند په کمالخيلو سيمه کې تيره ورځ مازيګر د يو کلي په جومات هوايي بريدونو کې ګڼ شمير لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له سيمې څخه راپورونه وايي چې تيره ورځ د مازيګر له لمانځه وروسته د لوګر مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په يو جومات هغه مهال هوايي بريدونه وشول چې خلک له لمانځه وروسته د قرآنکريم د ترجمې درس ته ناست وو.

ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې د جومات د ملا امام په ګډون ګڼ شمير لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرو په اړه يې ځکه معلومات نشته چې خلک تر خاورو لاندې دي او د نورو هوايي بريدونو له امله د سيمې خلک د پيښې ځای ته نژدې نه ورځي.

په دغه هوايي بريد کې د صبغت الله په نامه د پوهنتون يو محصل هم وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې هم امريکايي عسکرو د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونه وکړل او په نتيجه کې يې د څلورو ورونو په ګډون اتلس تنه ولسي وګړي ووژل.

تيره ورځ هم د روزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بریدونو کې ۳۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دی.

تر اوسه د لوګر د کمالخېلو په هوايي بريد کې د وژل شويو او ټپيانو کره شميره نه ده په ډاګه شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د