د پاکستان هوايي حریم د هوایي ټرافیکو پرمخ خلاص شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوانوردۍ ادارې وايي چې نور يې هوايي حریم د ټولو ملکي پروازونو پر مخ خلاص دی.

پاکستان د روان کال د فرورۍ د میاشتې ۲۶مې نېټې وروسته خپل هوايي حریم د هر ډول پروازونو پر مخ تړلی و خو وروسته یې دغه بندیز پر جنوبي برخې لرې او د هند لویدیځې برخې سره یې لاهم پروازونه بند وساتل.

د پاکستان هوايي چلند ادارې له خوا «هوانوردانو ته خبرتیا» یا NOTAM کې راغلي چې په فوري توګه د پاکستان هوايي حریم د ټولوملکي پروازونو پر مخ خلاص دی.

د راپورونو پر اساس پاکستان بېګا د شپې ۱۱:۴۱ بجو (افغانستان پر وخت) ملکي پروازونو ته د دغه هیواد څخه د تېریدو اجازه ورکړه.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې هم د پاکستان هوايي حریم خلاصېدل تایید کړی دی او د دغه اقدام هرکلی یې کړی دی. دغې ادارې ویلي چې تر دې وروسته به د کابل- ډیلي او کابل- ممبۍ، پروازونه به د ختیځ له لارې ترسره کیږې شي.

څو ورځې وړاندې د هوايي چلند ادارې ویلي و چې د پاکستان هوايي حریم د تړل کیدو له کبله افغانستان ته ۲۷ میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی.

Image result for PAKISTAN AIR SPACE

په ورته وخت کې هند هم ویلي چې یواځې ایرانډیا ته نیږدې ۵ میلیارده هندۍ کلدارې تاوان رسیدلی دی.

د هند د هوايي حریم تړل کیدو وروسته افغاني هوايي شرکتونو د ایران له لارې هند ته سفرونه کول. پخوا له کابل څخه ډهلي ته سفر یو ساعت او پنځوس دقیقې و خو اوس دغه سفر پنځه ساعته ته اوږد شوی و. همدا راز د ټکټونو بیې هم دوه چنده لوړې شوی وی.

هندي شرکتونو سپایس جیټ او ایرانډیا افغانستان ته خپل سفرونه ځنډولي وو او اریانا افغان هوايي شرکت په اونۍ کې د درې سفرونو پر ځای یو سفر کولو. د کام ایر شرکت الوتنې هم کمې شوی وی او هم یې د مسافرو شمیر تقریبا نیمايي کم شوی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د