سعودي حکومت مېرمنو ته له محرم  پرته د سفر اجازه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان چارواکي وايي، سږ کال به ښځو ته اجازه ورکړي، چې له خپل محرم  پرته له هېواده بهر سفرونه وکړای شي.

د سعودي حکومت له پيله دا قانون دی، چې  هېڅ مېرمن له ۲۱کلن محرم پرته له هېواده بهر سفر نه شي کولی، خو يو شمېر لويديځو رسنيو د لوړپوړو سعودي چارواکو له قوله ليکلي، چې سږ کال به دغه قانون لغوه شي او هره مېرمن به وکولی شي، له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

سعودي په ټوله کې مذهبي  هېواد دی، خو د پخواني پاچا عبدالله د واکمنۍ په وروستيو کې يې له مذهبي اصولو سرغړونه پيل کړې وه او نږدې څلور کاله وړاندې، چې سلمان بن عبدالعزيز د سعودي پاچا او زوی يې محمد بن سلمان ولیعهد شوی، په دغه هېواد کې يو شمېر مهم بدلونونه راغلي دي.

په دغو بدلونو کې يې  مهم دا دي، چې زرګونه ديني علماء زندانيان شوي، يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي په ګڼو مذهبي پروګرامونو بندیزونه لګېدلي او د ديني علماوو فعاليتونه محدود شوي، خو په مقابل کې  يې سينما، د موسيقي پروګرامونو، ښځو ته د موټر چلولو او ښځو ته د لوبو د سياليو اجازه ورکړل شوې ده.

د عربي چارو کارپوه عبدالباري عطوان وايي، سعودي عربستان د يوه قانون له عملي کولو وړاندې د ايم بي سي ټلويزون له لارې د خلکو ذهنونه راتلونکو پروګرامونو سره عادي کوي.

عطوان زياتوي، که تاسې غواړئ، چې د سعودي په راتلونکو پروګرامونو سر له اوسه پوه شئ، نو د ايم بي سي ټلويزون خپرونې تعقیب کړئ.

ايم بي سي ټلويزون د سعودي ملکيت دی، له هېواده بهر خپرونې کوي او دغه ټلويزون د فلمونو او سريالونو له لارې د خپلو ليدونکو د نظرونو بدلولو هڅه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
روح الله
میلمه
روح الله

هو بس موژ هم پوهیژو چی سعودی حکومت اوس له اسلام څخه لاس اخیستی دی او کفری قانون ته یی ترجیح ورکړی ده بس الله پاک به یی له کفاروسره په جهنم کی یو ځای کړی نور که ښځوته هرنګه اجازه ورکړی ور یی دی کړی که نه قرآن کریم خو ښځو ته دغسی اجازه نه ده ورکړی کوم چی دسعودی حکومت یی ورکوی