افغانستان

ارګ: له طالبانو سره لومړني تفاهم ته رسېدلي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» وايي، له طالبانو سره لومړني تفاهم ته رسېدلي یو او په نږدې راتلونکې کې له هغوی سره د مخامخ خبرو پیل کوو.

د ماندرګار ورځپاڼې په حواله، صدیق صدیقي چې تېره ورځ یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل « د جګړې پای ته رسول، اوربند، د ولسي وګړو له تلفاتو مخنیوی او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو  تضمین د لومړني تفاهم بنسټيز ټکي دي چې موږ او طالبان ورته رسیدلي یو، تمه ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې له طالبانو سره دوهم تفاهم ته په رسېدو له هغوی سره مخامخ خبرې پيل کړو ».

صدیقي زیاته کړه « حکومت د طالب او امریکا له مذاکراتو په بشپړ ډول اګاه دی او یاده پروسه د حکومت او امریکا په همغږۍ مخ په وړاندې ځي، د افغانستان حکومت په دې برخه کې په ډېر احتیاط ګام اخلي او هر ډول تصمیم به یې د افغانستان د خلګو ارزښتونو او اتلس کلنو لاسته راوړنو ساتونکی وي».

ګډ حکومت داسې مهال له طالبانو سره مخامخ خبرو ته په تمه دی، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د اووه پړاوو مذاکراتو له پای ته رسېدو سره، سره لا هم ګډ حکومت ددې خبرو برخه نه دی.

تر دې دمه طالبانو په بیا، بیا له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې او د کابل حکومت یې د امریکا او غرب ګوډاګی بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

حکومت کمونسټ دهری اوطالبان اوملت سرسخته مسلمانان(زموږروژی عبادت مرګ اوژوند ټول دالله دپاره دی دقرآنکریم هدایت دۍ)څنګه تفاهم ته رسیدای سی کمونسټان اسلام دجامعی دپاره زهربولی پس اوراواوبه په یوه لوښی کی نسی ساتل کیدای که کیدای سوای دامریکادفوج راغوښتلوته څه ضرورت وواوس خودافو ج هم دګډ حکومت په خوښه نه وزی دطالب اوملت په زوروزی،دوی درواغجن دی ملت په خبروخطاباسی دوی باید دملت ځورول اودپردوفوجوپه زریعه دملت دقتلولو جواب ورکی .په احترام عبدالواح اڅګزۍ

پتنګ

کوم وخت تا سو رښتیا خبرې او حقیقت وېیلی دي ! تاسو خو ددرواغو او شیطاني مخزن یاست او نالت پر تاسو فاسدینو او س غواړۍ چې طالبان هم په داسې چټل رژيم کې در ګډ کړۍ او پاکې جامې یې چټلې کړۍ خو دا خوب به مو ګور ته یوسۍ !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x