شعـــــرونه

انقلابه! اجمل جمالیار

اجمل جمالیار

راروان يې که روان يې نه پوهېږم

دادي مخ ده که دې شـاده انقــلابه

بس چي لاړشې لاړشې بېرته پرموږ راشې

لارښـــودلې درته چـــا ده انقلابه

کله شـپه وي کله ورځ دغومره فرق وي

ستــاچاړه او غــاړه زماده انقـلابه

لس کلن شې شل کلن شې نورقوي شې

تـه وا زمـوږ وينــه دې  ســا ده انقـلابه

غــلامان راباندي لوبي کـــړي خــبريې؟

دا ګـــيله خـــو مــو له تا ده انقــلابه

موږ دي شل کړو نو دښمن دې راته وښود

ورک شې ورک شې مه شې ښاده انقلابه

ابدالي تورې خوشته که چيرته يوشوو

تر کــشمېره مو سوداده انقــلابه

جماليار درته لمن نيسم نور لاړ شه

د ظلــمونــو انتـــها ده انقــــلابه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ډير اعلی زما په اند دی انقلاب زمونږ په ګران هيواد کی څو څرکه ښکاره کړل ، لمړی د انګريزانو د غربی کفری اشغال په مقابل کی جهاد ، بيا د شوروی کمونسټ بی دينو په مقابل کی جهاد او په پای(فاينل) کی د ټولی نړی په مقابل کی پاک جهاد ، که پدی جهاد کی افغان مجاهدين بريالی راووتل ان شاءاللهُ تعالی نو دابه د نوی او ډير غښتلی انقلاب د روښنايی زيری وی ، دا انقلاب به ډير انقلابيان وزيږوی ، ډير بيده ولسونه به راويښ کړی ، د آزادی او د ورورولی له خوندو نه به يی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x