افغانستان ته په سیل راغلې مېرمن: د واخان ولسوال په جنسي تېري تورن کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): له اسټرالیا څخه افغانستان ته په سیل راغلې یوه جوړه چې د تاجکستان له لارې د بدخشان واخان ولسوالۍ ته تللي وه، دیادې ولسوالۍ ولسوال «عبدالمعروف خیرخواه» په جنسي ځورونه تورن کړی.

د غه بهرنۍ مېرمنې په خپله شکایت پاڼه کې لیکلي، چې یاده پېښه ورسره دوه میاشتې وړاندې په واخان ولسوالۍ کې شوې.

د بدخشان ولایت د والي ویاند «نیک محمد نظري» وایي، د تورونو د څېړنې لپاره یې پلاوی ګمارلی او د تحقیقاتو جزئيات به یې ژر له رسنیو سره شریک کړي.

بل لور ته د بدخشان ولایت د ښځو د حقوقو فعاله «لطیفه سلطان» بیا د ګرځندویانو امنیت د حکومت وظیفه بولي او په خبره یې،  هر هغه څوک چې افغانستان ته د ګرځندویانو په حیث راځي حکومت يې په امنیت او خوندي ساتلو مکلف دی».

یاده دې وي، چې د ګډ حکومت په چارواکو باندې د جنسي ځورونو تورونه لومړي نه دي، تر دې وړاندې هم په ګڼو چارواکو او حتی د ولسمشر په نږدې سلاکارانو باندې د جنسي ځورونې تورونه لګول شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د