د ماليې وزیر د عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډو ته نه ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ماليې وزیر او د ولسمشر مشاور محمد همایون قیومي د وزیرانو شورا غونډو کې اشتراک نه کوي.

د وزیرانو شورا غونډې په سپېدار ماڼۍ کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ترسره کیږي.

د اجرائیه ریاست یوې سرچېنې هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې همایون قیومي په تېر یو کال کې ایله یو ځل د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډې ته ورغلی دی او نورو ټولو غونډو کې هغه غایب و.

همایون قیومي د تېر کال د کب تر چنګاښ میاشتو کې یو ځل هم د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا ناستو ته نه دی تللی. په دغه موده کې ناهید سرابي او یو بل معین د وزیر مالیې پر ځای د وزیرانو شورا ته تللي دي.

خو قیومي بیا د کابینې یو له هغو کسانو دی چې په ارګ کې ترسره کیدونکي د کابینې غونډو کې هېڅ غیرحاضري نه ده کړې. د کابېنې غونډې د ولسمشر غني په مشرۍ ترسره کیږي.

پر قیومي دا نېوکې هم دي چې د وزارت پر مهال په دفتر کې موجود نه وي او بهرني سفرونه کوي. هغه په تېرو دوه میاشتو کې لس خارجي سفرونه کړي چې درې یې د ولسمشر غني سره پاکستان، سعودي او اماراتو ته کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د