
اربکيانو په لوګر کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ زرغون ښار کلي اوسېدونکي وايي، ځايي اربکيانو تېره شپه د کار سعيد سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو برید کړی، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د اربکيانو په بريد د يوه وژل شوي ماشوم ماما عبدالحکيم نن ټکی اسیا ته وويل، له تېرې اوږدې مودې د سيمې اربکيان له کليوالو سره ناوړه چلند کوي، په زوره ترې ډوډۍ او باج غواړي او تېره ورځ، چې د سيمې خلکو د اربکيانو د ظلمونو پر خلاف مظاهره وکړه، د کار سعيد سيمې اربکيانو د خلکو پر کورونو بریدونه وکړل، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د سيمې پارېدلو خلکو په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو جسدونه د کابل-
پکتيا لويې لارې ته راويستي او دغه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د سيمې خلک وايي، تر هغو به دغه لاره تړلي وي، تر څو د بې دفاع ملکي وګړو قاتلين نه وي نيول شوي.
د يادونې وړ ده، چې زرغون ښار د محمد اغې ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې ډېره برخه يې د طالبانو په واک کې ده، خو په ځينو برخو کې يې اربکيان واکمن دي او خلک يې له ناوړه چلنده شکايتونه کوي.