نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان ګډ حکومت د سولې روانه پروسه کې نه دی ګوښه شوی او په دې اړه د ګډ حکومت له چارواکو سره وخت پر وخت سلامشورې کيږي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جينګ شوانګ زياته کړې، چې د افغانستان روانه کشالې د پای ته رسولو لپاره له ټولو کورنيو او بهرنیو اړخونو سره په اړيکه کې دي او هېواد يې د سولې په روانه پروسه کې هر اړخيزه همکاري کوي.
چينايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کړي، تېره اوونۍ بيجينګ کې د افغانستان سولې په اړه د امريکا، چين او روسيې درې اړخيزه ناسته شوې وه او تر هغه وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو مذاکرات سرته رسېدلی دي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، د طالبانو او امريکا په روانو خبرو کې ګډ حکومت ګوښه ساتل شوی او له همدې امله وخت پر وخت د دغې پروسې د تخريب هڅه هم کوي.