معترضې نوماندانې د حکومت له لوري ضایع شوی حق د امریکا له سفارت غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بېلابیلو ولایتونو څخه نابریالۍ اعلان شوې مېرمنې چې له تېرو دریو میاشتو راپدېخوا یې ارګ ته په تللې لاره د پرلت خېمه درولې وه، اوس د امریکا له سفارت د باندې راټولې شوې او د خپل حق غوښتنه کوي.

طلوع نیوز د یادو نوماندانو له قوله لیکلي، چې د کابل حکومت یې غږ نه اوري او دوی مجبورې شوې څو خپل غږ په کابل کې  د امریکا سفیر ته ورسوي.

یادې معترضې نوماندانې ادعا لري چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ورسره ظلم شوی، حق یې تلف شوی او اخستل شوې رایې یې د پيسو په بدل کې نورو ته حساب کړل شوې.

دوی چې له څه باندې دریو میاشتو راپدېخوا په کابل کې راټولې شوې، څو ځله د پولیسو له لوري وهل شوې، خېمه یې ړنګه کړل شوې او په وهلو د ځینو مېرمنو لاسونه هم مات شوي.

دوی د خپل لاریون په جریان کې څو ځله د نه خوړو اعتصاب هم کړی او یو ځل یې د اعتراض په ډول خپلې خولې هم وګنډلې.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د معترضو مېرمنو دې ګام ته بیلابیل غبرګونونه ښودلې، د  «عبدالحي قانت» په نوم یو تن لیکلي، معترضو مېرمنو په بیا، بیا خپل غږ تر حکومت ورساوه خو هغوی نه واورېد «په دې وطن کې زمونږ دولت په شین زور خلک دې ته ټیل وهي چې د تصمیم ګیرۍ اصلي ځای (د امریکا سفارت) ته رجوع وکړي. رمونږ دولت چې د دونې وړې مسلې د حل لپاره کوټلي اقدامات نشي کولی او خلک مجبوروي چې بهرنیو ته مخ کړي، غټ مسایل به څه حل کړي؟».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

که زمونږ دکور او کلي پخواني مړه پښتانه مشران په داسې سر ټيټي غلامي په ګور او قبرونو کې خبر شي چې افغانې میرمنې په خپل هیواد کې د باندیني هیوادو له سفارته خپل حقوق غواړي نو د قبر له عذابه هم نوره سخته ورته تمامه شي ! نالت په غني او د هغه په زنا کارو مشاورینو کارمندانو چې خپلې ښځې د امریکې اشغالګر سفارت ته استوي تر څو چې هغوی دخپلو حقوقو ادعا وکړي !! تف تف، افغانانو خپل غیرت او
ميړانه له لاسه ورکړې ده !

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه ،په خیر،
پتنګ ته،
یو شاعر وایی چه.،
پرتوګ د سوړی سوړی راوړ،،،،،،،،،،،،،،،،،چه هر سوړه یی ګنډم ژړا راځینه،
مړه پښتانه پریږده،
که چیری ،د بدر،احد اصحاب غازیان خبر شی چه.مسلمان له مسلمان ملک څخه تیښتی کفر ملک جرمن،لندن،امریکا ته پناه وروړی.
نو که چیری د اصحابو ته الله ج دوباره ژوند ورکړی،نو جرمن ،لندن ته تیښدلی به په هماغه زاړو تورو.چه ایټم بم څخه هم قوی دی سرونه ونه وهی؟
هماغه د مولانا بجلی ګهر خبره، ای شرمیدلیو قومه.
یوه ګوته بل ته غځوو.څلور موږ ته هم اشاره کوی.