
د امریکا له وتو او سولې له راتلو وروسته، افغانستان ته متوجه ګواښونه او حل لارې
شفیع اعظم
موجوده عیني شرایطو ته په کتو که څوک خوښ دي یا نه خو سوله کېدونکې، طالب راتلونکی او امریکایان په وتلو دي.
امریکا په خپل راتګ سره افغانستان کې دا اتلس کاله په جنګسالارانو او یا هم هغو افغانانو پانګونه وکړه چې له غربه راغلي وو. دا دواړه هغه ډلې وې چې په افغانستان کې یې هیڅ ډول نېکې ولسي ریښې نه درلودې.
په جنګسالارانو پانګونه
په جنګسالارانو پانګونه یې د هغې چرګې د هګیو کیسه شوه چې سینې لاندې یې د فیل مرغ او بتکې هګۍ وې چې د ورځې پای کی یې نیم بچیان د فیل مرغانو او نیم نورو د بتکو لاره خپله او چرګه په ډاګ پاته شوه. جنګسالاره ډلې له امریکا زیات اوس هم روسانو سره پټو پروټوکولونو، ایران سره کلتوري + مذهبي علایقو او ځیني نور بیا پاکستان سره ډیورنډ قضیه کې د ګډ دریځ او ځینو نورو شخصي ګټو له وجې د پاکستان څنګ ته ودرېدونکي دي.
په غرپ پلوه افغان تکنوکراتو پانګونه
تېر اوولس کلن بهیر کې د امریکایانو دوهمه پانګونه په هغو تکنوکارتاتو وه چې غرب کی یې زده کړې کړي یا هم هلته مېشت وو. ډیری دغو تکنوکراتو ته له شخصي ګټو او شوکو پرته نه د افغانستان ګټې مهمې وې نه هم د امریکا مالي او ځاني ستړیا. لوی شمېر یې افغانستان ته د Land of Opportunities یا د فرصتونو خاورې اصطلاح کاروله مانا دا چې پېسې ترې شکوه او افغانستان کې پانګونې پر ځای یې دوبۍ، یورپ او یا هم بیرته امریکا ته د شخصي اکونټونو او نورو لارو انتقالوه. د فرصتونو له ختمېدو سره دا خلک له افغانستان نه وتلو کې تر امریکایانو ډیره بیړه لري. د امریکایانو وتل که پېل شي نو ډیری یې پاسپورټونه په جیب له امریکایي عسکرو وړاندې به دوی د الوتکو په بزنس کلاس سیټونو کې ناست مخ په غرب به ورهه کړي.
یو څه چې له بده مرغه دا اتلس کاله ونشول یا ډېر لږ ورته پاملرنه شوې هغه په ریښتینو او پاکو افغانانو چې په هره ډله او د هر فکر څښتن ول، پانګونه وه. دغه طبقه خلک تل د نظام او حکومت په بدنه کې محکوم او له تصمیم نیونکو مقامونو لرې ساتل شوي.
افغانان څلوېښت کاله وروسته تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي. له دې انکار نشي کېدای چې افغانستان کې سولې ته خوشبیني د ګاونډیو، سمیزیو هیوادونو او نړیوالو قدرتونو د توافق نه سرچینه اخلي. پخوا که د دوی ټولو ګټې په افغان جګړه کې وې نو اوس په اسیا کې روان اقتصادي تحرکات حتا زموږ ګاونډیان، سمیز او نړیوال قدرتونه دېته اړباسی چې د خپلو ګټو د خوندیتوب او پروژو ښه تطبیق لپاره په خپل څنګ کې یو با امنه افغانستان ولري.
خو دې کې شک نشته چې هر یو به د پورته ګټو د خوندیتوب لپاره خپل ټول قوت وکاروي چې افغانستان کې داسې نظام حاکم شي چې هغه تر بل هر چا د دوی ګټو ته ژمن او یا هم کم له کمه ور سره سازګاره وي.
له جګړې او سولې وروسته افغانستان په اړه د ډیرو په ذهن کې دوه اساسي پوښتنې دي چې ایا افغانستان به له دې شته وضعیت نه همداسې مخ پر وړاندې بریالی روانېږي او که خدای مکړه هر څه به د اختلافاتو ښکار او تېر په څېر له صفره پېل شي.
دغو دوه مثبت او منفي پوښتنو او حل کې داخلي ابعادو سربېره یو شمېر بهرني عوامل او هیوادونه هم شته چې دلته به پرې لنډ وغږېږو.
الف: پاکستان
پاکستان له پېداښته ترننه په ټوله مانا ندی حاضر شوی چې په خپل څنګ او ګاونډ کی یو قوي نظام او په خپلو پښو ولاړ حکومت و ویني.
د سولې توافقات کې بریالي پای ته رسي نو د دې ډیر امکان شته چې د امریکا له خروج وروسته به طالبان په نظام کې رهبري رول ولري. طالبان هغه ډله ده چې ترننه په پاکستان تپل شوې او ډیر فکر کوي چې د طالبانو راتګ به د پاکستان ایډیال حالت او غوښتنه وي، خو کیسه داسې هم نده.
د طالبانو له پېداېښته د طالبانو او پاکستان اړیکې که دقیق وڅارل شي نو ښکاري چې پاکستان تل د یوه صادق دوست پر ځای منافقانه رول لوبولی.
– د طالبانو واکمني 1996 – 2001
طالبان په خپله واکمنۍ کې شاخوا 95 سلنه خاوره تسلط درلود. ټول وزارتونه او ادارات د هغو افرادو لخوا اداره کېدل چې هغه مستقیما د طالبانو د اسلامي تحریک یا غورځنګ برجسته غړي وو. د حکومت په ټوله دوره کی یې هر وزیر ته د وزیر پر ځای د سرپرست وزیر لفظ کارېده. منطق دا وو چې د جګړې له پای وروسته به سرپرستان حذف او ټولو افغانانو ته به په نظام او حکومت کې عادلانه ونډه ورکول کېږي او یو افغان شموله نظام به را منځته کېږي.
پوښتنه دا ده چې طالبان د ټول قوت سره سره چې د نظار شورا چې دوی (شر او فساد ډله) بلله او ډیری یې کولاب او تاشکند ته فراري ول؛ ولې مطلق بستره نه ټولېده؟
طالبانو سره د پاکستان ریښتیني دوستي یا منافقانه چلند پټ مخ همدلته څرګندېږي. هر ځل چې طالبانو د جګړې د مطلق پای او تر حاکمیت لاندې د سل سلنه خاورې راوستلو ترتیبات نیولي، نو پاکستان په هماغه وخت د جمعیت علمای پاکستان او جماعت اسلامي مشرانو له لارې د سولې په نوم مداخله کړې او نظامي عملیات متوقف شوي. وخت ورکړل شوی چې پاشل شوې او محوه کېدونکي نظار شورا بیا منسجم او څو کالو لپاره د جګړې وړتیا دوباره و ومومي. دا د جګړې د تدوام هڅې په کوم امرانه انداز نه بلکه په خاص مهارت سره د ورورۍ او مسلمانۍ په نوم تجویز او بیا پلې شوي.
په دغه تکتیک سره پاکستان غوښتل چې طالبان همداسې جنګي حالت کې مصروف وساتي. طالبان چې په نظم، اطاعت، پاکۍ او قاطعیت کې یو بیساری افغان ځواک وو نو پاکستان ډیره اندېښنه درلوده که نور افغانان هم له دوی سره یو ځای شي نو هغه قوي نظام چې نور یې پنځوسو کالو کې جوړوي ښایي طالبان یې د خپل جدیت له امله په لس او پنځلس کالو کې را منځته کړي چې داسې یو قوي نظام او افغانستان بیا د دوی په باور د پاکستان ګټو ته لوی سرخوږی جوړېدای شي.
طالبان په ډیر مهارت سره تر پایه پرېښنودل شول چې له جګړې وزګار او د ټولو ډلو اړخونو په ګډون یو افغان شموله حکومت او نظام را منځته کړي. دوی خپل ټاکلي هدف ته ونه رسېدل او امریکا او نورې نړۍ ته یې هغه نیمګړی نظام د منلو نه وو او تر پایه طالبان له داخلي کشمکشه خلاص نشول چې یو ټول منلی قوي نظام جوړ او د شریریو ګاونډیو د شرارتونو مخه ونیسي.
– د طالبانو سقوط (سمپټمبر یوولسمه)
کله چې د 9/11 پېښه را منځته کېږي څپه بدلېږي. پاکستان د طالبانو ملاتړ پر ځای ګټه په دې کې ویني چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای د امریکا څنګ ونیسي. د ګاونډیتوب، مسلمانۍ او ټولې کاذبې دوستۍ او شعارونو خلاف د طالبانو هر مشر د ملیونونو ډالرو بدل کې په امریکا خرڅوي. د نظام سقوط لپاره خپل هوایي او بحري هډې د امریکا په واک کې ورکوي او بیا هغو ته په کورډیناټ ورکولو افغان خاوره په نښه او څو میاشتو کې د طالبانو نظام له سقوط سره مخ شو.
– د طالبانو دوباره عروج
طالبان په 2003 او 2004 کې یوځل بیا منسجم کېږي. اصلي علت یې نوي نظام کې دننه د ځینو متعصبو کړیو د کرکې او عقدو له امله د طالبانو او یا هم طالب په نوم د هر پښتون پر کور چاپه، بمبارۍ او زندانونه وو. په لوی لاس خلک وسله وال بغاوت ته مجبورېږي.
پاکستان د 9\11 پېښې وروسته له امریکا ملیارد ډالري قراردادونه، وړیا مرستې او نور امتیازات ترلاسه کوي او یوه لنګه غوا په لاس ورځي چې لغتې او خوشایي نور خو شیدې یې دوی لوشي. په همدې کانسپټ سره د دغې ګټې د تدوام لپاره له چاپو، بمبار او زندان نه فراري افغانانو ته لاس ورکوي او طالبان یو ځل بیا د امریکا او په افغانستان کې د نوې جوړې شوې ادارې مقابل کې سر را پورته کوي.
پاکستان همزمانه له امریکا او طالبانو سره یو ډول ډبل ګیم یا دوه مخې پالیسی پر مخ بیایي چې دواړو سره همزمانه د دوستۍ او دوښمنۍ کردار ادا کوي. کله طالبانو ته پناه ورکول، نظامي او مالي مرستې او کله بیا امریکا ته د امتیاز او دوستۍ ښودلو لپاره طالب مشران په ډیر بد شکل سره زنداني کول، شکنجه، ترور او د پاته نورو سره د دوستۍ او تهدید لوبې ادامه.
– سیاسی مبارزه او امریکا سره د مذاکراتو پېل
د سولې مذاکرات له ډیرو لوړو ژورو ډک وو. طالبانو له سقوط وروسته څو ځله د حامد کرزي په مشرۍ حکومت ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ. حکومت بې صلاحیته او هغه وخت امریکا غالبا د ډیک چیني په خوله طالبانو ته یو پیغام واستوه چې دوه اپشنه یې درلودل (مرګ یا زندان).
طالبانو سره د سولې مذاکرات په نیمه رسمي بڼه په کال 2009 کې د اوباما د حکومت په دوره کې پېل شول چې لومړی بحث پکې د بوبریګډال په نوم د یوه امریکایي زنداني خلاصون وو. د رسمي دفتر او ادرس خبرې مطرح شوې چې هغه بیا د حامد کرزي د مخالفتونو له وجې متوقف شوې.
اوس چې یوځل بیا طالبان صحنې ته د راتلو په درشل کې دي نو طبعي ده چې د دوی ټول کوښښ به دا وي چې تېرو تېروتنو د اصلاح لپاره به د قوي نظام جوړولو ته لومړیتوب ورکوي. د افغانستان موجوده پاشلی حالت په سیاسی او اقتصادي لحاظ له کابل سره کلک غوټه او ټول افغانستان لکه د ونې ډډ له یوه ادرسه رهبري او کنټرول شي.
دا هغه څه دي چې پاکستان یې نشي تحمل کولای او طالبانو سره به یې کلک ټکر راځي. دا چې ولې، دلایل واضح او پورته ورته ضمني اشاره وشوه.
دا اندېښنه شته چې له سولې وروسته د قوي نظام له جوړېدو وړاندې به پاکستان د طالبانو او یا نوي رامنځته شوي نظام خلاف تر بل هر چا وړاندې خپل منفي تحرکات پېل کړي. پاکستان د خپلو دغو شومو موخو لپاره ډیر ابزار په لاس کې لري. ځیني افغانان ور سره د جهاد له وخته تر ننه په اړیکه دي. د دوی ګډ ټکی له پاکستان سره ډیورند قضیه کې واحد دریځ، له پښتنو سره شخصي تعصب او له قوي مرکزي نظام راتلو او حق حقدار او عدالت ته له رسېدو ویره ده.
ب: ایران
ایران هم یو له هغو ګاونډیو دی چې دلته له ویش نه په تالا خوښ دی. له جګړو او داخلي کشمکش نه خلاص افغانستان نشي تحمل کولای. دوی هم له افغانستان سره اقتصادي، سیاس، کلتوري، مذهبي او لسګونه نورې ستونزې لري چې په باور یې دا ټولې ګټې هغه وخت خوندي کېږي چې افغانستان یو ضعیف او خپل منځي جګړو کې ښکېل حکومت وي تر څو یې هیڅ دویته پام نشي. د امریکا له خروج وروسته دوی کولای شي مرکزي نظام او نوي حکومت ته د خپلو ډلو ټپلو له لارې چې دا څلوېښت کاله یې تمویلوي لوی سر خوږی جوړ کړي.
ج: روسان
روسان د دې باوجود چې افغانستان نه یوه بده ترخه خاطره لري، خو بیا هم کوښښ کوي چې افغانستان کې داسې نظام موجود و اوسي چې په ټوله مانا د دوی ګټو خوندیتوب ته کار و وایي. روسان اوس هم په افغانستان کې داسې خواخوږي لري چې دا اتلس کاله د امریکا پر پیسو ملیاردران شول خو لاهم خپل خاص علایق او تعلقات له روسانو سره پالي. دلته ډیرې ډلې شته چې شورویانو سره د جهاد مهال یې هم له روسانو سره پټ پروټوکولونه لرل او اوس هم د ځینو ادعاو په حواله دا اتلس کاله هم په پټ او ښکاره توګه د کریملین د هدایتو مطابق څرخېږي او د دې ډیر امکان شته چې دوی د روس، پاکستان او ایراني لوري سره په پټ تفاهم هر شېبه نوی نظام له داخله تخریب او د کودتاه یا بلې لارې د امریکا له خروج وروسته د نظام واګي ترلاسه کړي.
له دې انکار نشي کېدای چې لاهم افغان ملي پوځ، ملي پولیس او امنیت تر ډیره بریده ملیتوب پر ځای ګوندي علایق او تړاونه لري او د شرایطو له خرابېدو سره امکان شته چې خدای مکړه دوی د افغانستان ملي ګټو پر ځای خپلو ګوندي علایقو ته لومړیتوب ورکړي.
د دغو ټولو سناریو او بلقوه تهدیتونو نه که هر یو بریالی کېږي نو دا به بېرته یوه انارشیزم، ګډوډۍ او داخلي جګړې ته افغانستان ستنېدل وي. دغه جګړې او بېثباتۍ ته سنېدل په لوی لاس نړیوالو ټروریسټي ډلو ته زمینه سازي او یوځل بیا یورپ او امریکا ته له له افغانستان نه تهدید متوجې کېدل دي.
د: هند
هند چې په هغه ډول د افغان دوستۍ دعوه لري داسې نده. همدا اوس د هند حکومت اعلان وکړ چې له سولې وروسته به هم افغان حکومت او افغانستان کې ځینو نورو ډلو سره د دوی مرستې او هڅې جاري وي تر څو له سولې وروسته په افغانستان کې د طالبانو، چین او پاکستان د نفوذ مخه ونیسي. دا اعلان اوس څه مانا؟ په واضحه توګه دا جوتوي چې هند له سولې وروسته افغانستان کې د ثبات پر ځای دلته د خپلو حریفانو د نفوذ او مخنیوي په پلمه د جګړې او بې ثباتۍ پلوه تګلاره پر مخ بیایي.
کم له کمه هند لپاره جګړه کې ښکېل، ضعیف او پر پردیو مرستو متکي افغانستان په دوه دلیله مهم دی.
لومړی: پاکستان سره دایمي دوښمني
د هند او پاکستان اختلاف نه ختمېدونکی دی. دغه دوښمني که هند له پاکستان سره په خپله پوله وپالي نو زیان یې نیغ به نیغه هندي پوځ، عام ولس او اقتصاد ته رسي.
نو دا به څومره ښه وي چې دغه اختلاف او جګړه له خپلې پولې لرې په افغانستان کې د افغانانو پر مټ او افغان خاورې پر استعمال پر مخ بوځي. دا هغه تګلاره ده چې امریکا او اروپایان یې عملا پر مخ بیایي. دوی په افغانستان، عراق، سوریه او نورو اسلامي هیوادونو کې ځکه جنګېږي چې پدې فکر دي که دلته یې ونکړي بیا مجبور دي دا جګړه په خپل کور او خپلو پولو کې وکړي.
دوهم: چین سره لاینحل اقتصادي او نور اختلافات
هند له چین سره د ګډې پولې او په اقتصادي مسایلو کې پخواني او جدي اختلافات لري. هند یو له هغو هیوادونو دی چې د چین لار-کمر بند ابتکار سره په مخالفت کې ولاړ دی. د دوی په باور CPEC هغه پروژه ده چې د پاکستان او هند پر لانجمنه سیمه تیره شوې او دا هند ته د منلو نده. د دغه ابتکار د مخنیوي لپاره هم دویته تر با امنه او قوي نظام درلودونکي افغانستان پر ځای نا امن افغانستان اړتیا ده تر څو له دغه ځایه چین او CEPC ته مزاحمت وکړي.
حل لار
پورته فرضیې پر اندېښنو ولاړې وې. د اندېښنو او خطراتو باوجود ځیني فرصتونه او ځینو هیوادونه شته چې هغوی سره ګډ کار کېدای شي.
الف: امریکا
امریکا کې ښکېل پالیسي جوړونکي د افغانستان قضیه کې مطلق یوه خوله ندي. د پنټاګون او ځیني امریکایي سناتوران لاهم په افغانستان کې د جګړې او ورانۍ له امله د امریکایي ګټو د خوندیتوب هڅې کوي. خو ځیني نور شته چې هغوی دا جګړه بې ارزښته بولي او د سیاسي ګفتمان له لارې د خپلو سرتیرو وتلو او شاته د یو با امنه او ښه میراث پرېښودلو په هڅه دي.
هغه ډله چې امریکایي ګټې په با امنه افغانستان کې ګوري ورسره د ګډ کار امیدواري شته او باید پورته تمرکز پرې وشي تر څو یې موقف غښتلی او له لاسته راوړونو ډک و اوسي.
د امریکا له خروج وروسته د افغانستان ثبات او عدم یې د امریکا اتلس کلنو هڅو او لاسته راوړنو سره نیغ تړاو لري. د دوی له خروج وروسته که یو پاشلی، ویشلی او جګړه کې ښکېل افغانستان پاتېږي نو دا به له یوه لوري د امریکا نړیوال حیثیت ته د شرم او ماتې مانا ولري او له بل لوري به هغو امریکایانو ته چې دا اتلس کاله یې افغان جګړه د خپلو مالیو (ټکس) او سرونو په بدل تمویلوه؛ پر مخ کلک ګوزار وي.
خو بر عکس که امریکایان له خپل خروج وروسته یو باثباته افغانستان په میراث پرېږدي نو دا به له یوه لوري امریکا ته په نړیواله کچه نیک نامي وي له بل لوري به خپلو امریکایي مالیه او قرباني ورکونکو وینو ته درناوی او ښه ځواب وي چې اوس په افغانستان کې د افغانانو په خوښه او مالکیت داسې نظام رامنځته شوی چې هغوی له موږ سره تعهدات لري چې نور به افغانستان امریکا او نړۍ ته تهدید نه جوړېږي. دویته به د خټو پوزه شي چې دوی کوم مطلب لپاره افغانستان ته تللي وو هغه حاصل شو مانا نور امریکایي اتباعو ته افغانستان خطر ندی.
افغانستان کې د قوي او متمرکز نظام ایجاد ته زمینه سازي او ملاتړ یې طالبانو سره مذاکراتو کې د شویو توافقاتو د تضمین او له عملي کیدا د ډاډ ترلاسه کېدو مانا ورکوي. د مرکزي نظام ملاتړ او په کورنیو چارو کی یې نه مداخله به افغانان د دې جوګه کړي چې هغه د پاکستان، روسیې، ایران او نورو هیوادونو ورانکارو دسیسو مخه ونیسي او په ټوله مانا هغو تعهدادتو عملي کولو ته ژمن پاته شي کوم چې امریکا او نړیوالې ټولنې سره شوي چې افغانستان به د دوی له خروج وروسته هیچا ته تهدید نه وي بلکه سیمه کې به د مثبتې اقتصادي سیالۍ، امن او تره قۍ لپاره یو ارتباطي پول جوړېږي.
ب: چین
شاخو 76 کیلومټرو ګډې پولې په درلودلو سره چین د افغانستان مهم ګاونډی دی. کال 2013 سپټمبر کې د چین ولسمشر شی جین پينګ د BRI یا لار او کمربند ابتکار تر عنوان لاندې د اقتصاد او کلتورونو د تړلو لویه طرحه اعلان کړه. د دغه ابتکار پر مټ به چین د مرکزي اسیا، پاکستان او افغانستان له لارې جنوبي اسیا، منځني ختیځ او افریقا سره وصلېږي. شاخوا 65 هیوادونه، د نړۍ 65 سلنه نفوس او د ټولنې نړۍ څه باندې 50 سلنه GDP په ځان کې رانغاړي. د دغه ابتکار له مخې به ټول هیوادونه د هوا، بحر، سړکونو، ریل ګاډي، تېلو/ګازو نل لیکه، نوري فایبر او برېښنایي مزو له لارې له یو بل سره وصلېږي چې د کاروبار، کلتورونو او نورې بشري راکړې ورکړې او اسانتیاو په تبادله کې به یو باور نه کونکې تحول را منځته شي.
د دغه ابتکار پر مټ به چین او ټوله اسیا په اقتصادي لحاظ وغوړېږي. د دغه ابتکار عملي کېدا او خنډ لپاره د افغانستان ثبات او عدم یې حیاتي رول لري.
د اسیا لویې وچې د اقتصاد غوړېدا مخکې چې Three Evils یا درې شیطانان بلل کېږي چې هغه ټروزیزم، اکسټرمیزم او سیپرټیزم دی. له بده مرغه د دغې ټولو منشا اوس په نا امن افغانستان کې ده چې ټوله اسیا او بلخصوص د چین دغه ټرلیون ډالري ابتکار ګواښي.
چین د لار– کمر بند ابتکار سره د افغانستان د ټولو ګاونډیو راتلونکې په اقتصادي او سیاسی لحاظ تضمینېږي.
مرکزي اسیا یا 5-STANs (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، قزاقستان) له اقتصادي محاصرې خلاصوي. د نفت او ګازو دغه بډایه هیوادونه د سویلي اسیا له تږو هیوادونو سره وصلوي. دغه اتبکار سره ایران کې لویې اقتصادي پروژې په پلان کې دي. پاکستان کې د CPEC 45 ملیارډ ډالري پروژه تر کار لاندې ده.
د افغانستان دغو ټولو ګاونډیو او چین ته پکار ده چې دلته د نظام او یا لویه کې د تخریب پر ځای د افغانستان په امن کې مهم رول ولوبوي او د یوه قوي مرکزي نظام په ملاتړ سره خپلو پروژو او ابتکار پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.
همدا راز افغانان هم کولای شي د چین له لویو اقتصادي او زیربنایي برنامو او بودجې نه د خپلو زیربنا په جوړولو کې اعظمي استفاده وکړي. د ټرانزیټ مرکزي څلورلارې پر مټ خپلو کانونو او تولیداتو صادرولو لپاره له سیمیز او نړیوال مارکیټ سره وصل شي. د ریل، موټرو، نفتو، ګازو او برېښنا ټرانزیټ له لارې هر کال ملیونه ډالر عواید ترلاسه کړي.
ج: هند
د افغانستان قضایاوو او څلوېښت کلنه جګړه کې هند او پاکستان په مساوي توګه ښکېل پاته شوي.
د روسانو له اشغاله، مجاهدینو حکومت، طالبانو خلاف وسله مقاومت (نظار شورا) او بیا د امریکا تر راتګه که پاکستان د جګړې یو اړخ نیولی نو تاسې به حتما د جګړې بله کرښه کې ښکاره او پټ د هند رول و وینئ.
اوس یې وخت دی چې هند او پاکستان په غوڅ انداز نور پوه او قانع کړل شي چې د افغانستان دوستي به له پاکستان او هند سره صرف او صرف د متقابل احترام او افغان ګټو خوندیتوب پر بنیاد وي، نه دا چې پاکستان په فرمایش افغانان د هند خلاف اړخ ونیسي یا د هند د خوشالولو لپاره له پاکستان سره دوښمني اعلان شي.
له سولې وروسته یا د سولې په جریان کې باید ټول افغان لوري پاکستان، هند، سعودي عرب، ایران او نور سمیز او نړیوال هیوادونه چې تر ننه یې دلته خپلې نیابتي جګړې پاللي قانع کړي چې نور نو دغو مسخره اختلافاتو او پردیو جګړو تداوم لپاره په افغانستان کې ځای نشته.
افغانستان به صرف او صرف د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو ځواکونو د اختلاف نه، بلکه تفاهم او ګډ کار کولو یو ارتباطي پل جوړېږي.
#یاهو
که تاسی ليکونکی هم دوهم ځل خپله مقاله ولولی سر به مو پوره په خلاص نشی . عجيبه ده د طالبانو سره پاکستان مرسته کوی ، وژنی يی او بنديانوی يی . چين به دا وکړی ، روسيه ، هند ، ايران ، پاکستان ، پلانی به دا وکړی او پسلانکی به دا وکړی . ستاسو خبری په همدی مزدور دولت کی پوره صدق کوی چی هرڅوک هرڅه په کوی او دوی شا ورګرځولی وی وای هرڅه چی رامنډی منډه يی خو مقام او پيسی راکوه . که تاسو اصيل افغانان په تيره بيا غيرتی طالبان سم پيژندلای نو افغانان… نور لوستل »
جمیله: له سویی دی پورته لیکنه ده. ستا سر به هیڅ کله هم په داسو موضوعاتو خلاص نشی ځکه چی ستا سر کی ماغزه نشته ته چی دا لیکنه تحلیل کړی او یا بل څوک د پوه کړی بیا به دی سر خلاص شی. ژوندی وسې.
جمیل!!! دومره اجازه نه درکوو چی ددغسی واقعی محقیقنو قلمی بی عزتی وکی.
ته صاحبه خپل د لیکنو اداب او منطق ته متوجه سی. ته دا لیکنه که لس واری هم ولولی د تحلیل ظرفیت یی نه لری زکه علمیت نه لری.
عبدالله او اجمل ته :
شفيع اعظم يو له هغو تربيه شويو ليکوالانو څخه دی چی په شاتو کی زهر ورکوی ، د اصليت يوه نښانه يی هم داده چی ستاسو له خوا ښه تقديريږی ، مرغان هغه سره الوزی چه بڼه يی سره ورته وی .
زه وياړم چی تاسو غوندی د نا اهله بی دينو او د آزادی د دښمنانو له خوا توهينيږم ، په بدل کی يی د پاک الله(ج) څخه د عزت او اجر توقع لرم .
جمیله!!! تاغوندی ###د دین خخه ناخبره او سرتمه انسانانو د نورو ژوند تریخ کری دی.بس بل سه نه دی درپاته تاپی لگوی. خبری دی نه پر علمیت ولاری وی او نه اخلاقی معیار. مسلمانان همدی ته تشویقوی چی یو بل سره مره کری، دخدای تعالی خخه پر هغه سه اجرونه غواری چی د الله او د رسول الله د لاری خلاف دی. ته لکه داعش د اسلام د نامه خخه په استفادی د اسلام او مسلمانانو ریشی باسی، هغوی هم د اسلام ددفاع او واحد خلیفه ادعا کوی. ته هم دبیگناه افغانانو وژلو ته جهاد وایی.جمیله! یا به غیر مستقیم… نور لوستل »
عبدالله ! د اوسنی د خيټو او پر نفس مينو علماو؟ فتواوی پريږده بل داچی د جهاد امر د حميد ګل او د کرنيل ندی ، جهاد د الله(ج) امر دی کلام ته يی ځير شه چی د جهاد په هکله يی څه ويلی او د هغه خوږ نبی محمد مصطفی(ص) د جهاد په هکله څه ويلی او څه يی کړی . ستا دښمنی نه زما سره ده او نه هم د مجاهدينو سره ، ته نا اهله شيطان رجيم دومره بی لاری کړی يی چی د خپل خالق سره دی دښمنی را اخيستی . توبه وکړه او صالح شه… نور لوستل »
جمیل، الله تعالی وایی چی بی ګناه انسانان مه وژنی خو ته مسلمان ### وایی یا وژنی یی اشغالګر راغلی. ای### په دین ناخبره هغه چی ته یی عالم بولی د هغه فتوا او حواله راوره چی د کابل پوهنتون مخ ته د بی ګناه محصلینو مرګ روا بولی؟؟؟؟ کوم عالم د مولوی ریحان د وژنی لپاره تقریبا۱۵ بی ګناه عام نفره د الله پاک په کور کی په فرض روژه کی روا بولی؟؟؟؟؟ ددنیا کوم عالم زانمرګی روا بولی؟؟؟ خو ته دا هر سه روا بولی ولی؟؟؟؟؟ دی کی شک نسته چی جهاد سته خو هغه چی الله تعالی… نور لوستل »
جمیل ته: سلامونه جمیله خان. الله د خوار کړه څه د جنګ میدان خو ندی څه کیږی چی دا خبری په ښو الفاظو ولیکی. فکر وکړه چی زه یو یهود یم نو ته چی مسلمان یی تاته چا دا حق درکړی چی ته ماته نااهله او بی دینه ووایی؟ دا یوه صفحه د نن ټکی آسیا لخوا چی هر چا ته اجازه ده خپله لیکنه او خبره نشر کړی کور یی آباد. ما خو قسم کړی چی چاته به کافر، بی دینه او نااهله هیڅ کله نه وایم. زما غټه کنځلی داده چی ځینو ملایانو ته د خیټورو خطاب کوم… نور لوستل »
بياهم عبدالله او اجمل ته ! ما فقط تاسی وخپل دين او و افغانی همت ته رابللی واست ، د توبی کولو ، د قرانکريم او نبوی احاديثو د لوستلو می درته ويلی وه خو تاسو نه يوازی داچی زما توصيی نه منی نورهم بد راته واياست ، زما په اند د پاک الله(ج) اراده نده شوی چی تاسی په دين پوه او اصلاح شی ، په همدغه بی دينی او بی همتی کی به ګورته ولاړ شی . بياهم د خواخوږی او د زړه سوی درته وايم چی توبه وکړی او اصلاح راولی الله(ج) ډير بخښونکی او مهربان دی… نور لوستل »
جمیله! دا ولی دومره بی منطقه یی؟؟؟؟ ته ولی خبری یوی خواته بلی خواته گرزوی؟؟؟؟ ته فرض کره یو کافر، یو یهود ستا خخه پوشتنه وکری، چی ایا د مولوی ریحا سره په جومات کی په فرض روژه کی د بی گناه انسانانو شهیدانول په اسلام کی روا دی؟؟؟ او بیا دا یهود پوشتنه وکی چی په حدیث او ایات یی راته ثابته کره چی دکابل دپوهنتون د محصلینو مرگ اسلام کی روا وو؟؟؟ جمیله ستا جواب به دغه کافر او یهود ته سه وی؟؟؟ عجیبه ده زه وایم زه مسلمان یم د الله تعالی په دین او بی گناه… نور لوستل »
شفيع اعظم صاحب ديره ښکلی شننته دي كړی كور دي ودان له حقائقو دي پرده پورته كړی
ډېری معقولې ، مستندې او په واقعیتونو ولاړې خبرې . همدا تجويزونه، مشورې او وړانديزونه د راتلونکي افغانستان د هوساينې ، ترقۍ او په ځان بسيا توب تضمين کولائ شي . خو د افغانستان په قضيه کې د منطقې او جهان د خيلو لوريو ته قناعت ور کول او دهغوی د مغرضو منفي سياستونو ضرر هم افغانستان او هم هغوی ته ښودل څه اسانه خبره نه ده او ترهغه چې دهغوی اجنتان وجود ولري ، مداخلې به دوام لري . خبره ټوله په افغانانو کې ده چې د خپل ملک د پاره ديوې داسې ادارې او پاليسۍ د جوړولو وړتيا… نور لوستل »
ماشاالله. دا تنها د جماعت اسلامی مشران نول، له ټولو مخکی سمیع الحق مشوره ورکوله. همدوی ول چی زمونږه په زرګونو تنکی طالبان یی تش لاس مزار ته واستول او شهدان یی کړل. ماشاالله ډیر ښه تحلیل مو کړی. اوس نو باید طالبان خپل سیاست بدل کړی له دنیاوالو سره په سیاست کی رقانت، په ترقی او تعلیم کی سیالی او تر ټولو نه مخکی یوالی او د یوه موټی افغانستان لپاره غږ پورته کړی. داسی یو افغانستان شموله حکومت جوړ کړی چی ټول مهاجرین او هغه کسان چی په بهر کی دی په خپله خوښه او خوشحالی سره بیرته… نور لوستل »
اعظم صاحب دیره مننه، شکلی علمی او معقول تحلیل مو کری. دی کی شک نسته چی تر یو تعداد بی علمه، بی منطقه تر سویو لوره شننه سوی. دهغوی نیوکو ته غوژ مه نیسی، پر گوتو او قلم مو برکت شه.
شفيع اعظم صاحب ما دتا ليكنه مكمله ولوسته دتا ليكنه په ښکلي بڼه ژور تحقيق او له هر راز تعصب نه پاکه او مكمل په حقايقو استواره ليكنه ده په كار ده چی زمونږ خلك تري پوره زدكړه وكړی خاصتا طالبان ورڼه وگوری زده كړی چی دښمن څرنگه په زهرو لړئ گوړی د خپلو شومو اهدافو دپوره كولو په نيت تَر سره كُوي او ددي مظلوم ملت دي كړیدلی حالت باندي هيڅکله هم رحم نه كُوي دا زكه چی دغه دښمن نه د إيمان خاوندان دي او نه هم د كوم انساني ضمير لرودونكي دي دوي هر څه په همدي… نور لوستل »