طالبانو په دوو ولايتونو کې ۴۵ عسکر او کمانډويان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه په بدخشان او غزني ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونو کې د عسکرو درې قرارګاوې سقوط کړي دي او ۴۵ تنه عسکر يې ژوندي نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تيره شپه د بدخشان ولايت په کران او منجان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه سقوط کړې ده چې وروسره پراخه ساحه د طالبانو تر کنټرل لاندې راغلې ده.

مجاهد ویلي دي چې د تيرې شپې په عملياتو کې يې د قطعې د مرستيال په ګډون ۳۷ تنه عسکر ژوندي نيولي او ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړي دي.

همدا راز نوموړي د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په ترده سيمه کې هم د دوه پوستو د سقوط خبر ورکړ او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې يو عسکر وژل شوی دی او نور يې له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

بل لور ته د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ څخه هم راپورونه وايي چې د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه کې ۳۰ کمانډويان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او همدا راز اته کمانډويان طالبانو ژوندي نيولي دي.

که څه هم د بادغيس سيمه ييز خبريالان د کمانډويانو د وژلو او د طالبانو له لوري د نيول کېدو خبر ورکوي خو طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي بيا په خپل ټوېټر د عسکرو کره شميره نه ده ليکلې خو ويلي يې دي چې د ابکمري ولسوالۍ کې يې ګڼ شمير عسکر وژلي او اسيران کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

الحمدلله غلامان دی مری

اجمل
میلمه
اجمل

حکومت ستاسو زرو شااو خوا غلامان له بنده رها کړل. د چا په مرګ خوشحالی مکوه ځکه چی دا کار خلاف د نبوی (ص) د سیرتو څخه دي.

حذيفه
میلمه
حذيفه

الحمدلله داهغه قاتلان اوظالمان دى جى دى شفى مظلوم ملكىان دموراوفلار مخكى فه دىر بى رحمانه شيهدانه وى له طالبانوموخواهش ده جى تول فه داركى اودتولوغلامانو لفاره عبرت شى