شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لکه سترګې او باڼۀ سره پوهېږو
موږ پخپل مابین کې ښۀ سره پوهېږو

تاسې وه وځئ له منځه غمازانــو
لږ مو پرېږدئ؛ پښتانۀ سره پوهېږو

یو مو دود، یو مو کلتور، یو مو دستور دی
یو مو دین دی، په هر څۀ سره پوهېږو

راشئ خپلو کې جرګه شو افغانانو
د پردو په ژبه نۀ سره پوهېږو

پاچا ستا دا بهرني ملګري څۀ دي
دوی دې لاړ شي، زۀ او تۀ سره پوهېږو

اوس هغه وختونه ندي “خدرخېله”
اوس د یو او بل په زړۀ سره پوهېږو

جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x