شعـــــرونه

غزل؛ نعيم ستومان

نعيم ستومان

آمن چرته دی پاچا! پۀ دې وطن کې
ژوند پیکه دی د هر چا پۀ دې وطن کې

پیدا کړی ذوالجال دی پۀ هر وخت کې
هر فرعون ته موسی پۀ دې وطن کې

د پتمنو پرګنو د کالۀ پیغلې
بیا سرتورې مه شه بیا پۀ دې وطن کې

بدبختي ده پسرلي پۀ وینو رنګ شول
ترې لوټ شوې ده ښکلا پۀ دې وطن کې

ډېر به ستړي او”ستومان” خاورو ته لاړ شي
څوک به چرته شي هوسا پۀ دې وطن کې

نعیم ستومان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x