ارشیف

بادغيس کې طالبانو ۳۹ کمانډويان وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د بادغيس ولايت ابکمري ولسوالۍ په ميده قل سيمه کې په کمانډويي عسکرو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۳۹ تنه کمانډويان وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې تيره شپه دولس بجې يې په ابکمري ولسوالۍ کې په کمانډويي عسکرو عمليات کړي دي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
ا
حمدي ویلي دي چې کله کمانډويي عسکر سيمې ته د عملياتو له پاره ورغلل نو طالبانو ورته لا له مخکې تياری نيولی و چې بريدونه يې پرې پيل کړل او درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.

هغه ويلي دي چې په دې جګړه کې د ۳۹ کمانډويي عسکرو د وژل کېدو سربيره ۱۶ تنه کمانډويان ژوندي د طالبانو لاس ته ورغلي دي او همدا راز ګڼ شمير وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.

قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي چې د مړو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي او د بهرنيو ځواکونو الوتکې په سيمه کې پروازونه کوي.

نوموړي ويلي دي چې په دې جګړه کې درې تنه طالبان هم وژل شوي دي او پنځه نور ټپیان دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د