نړۍ

ایران پولې ته څېرمه د متحده عربي اماراتو د تېلو لېږدوونکې بېړۍ نادرکه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ایران سمندري پولې ته څېرمه د هرمز تنګي سره د متحده عربي اماراتو د تېلو لېږدوونکې بېړۍ نادرکه شوې ده.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د متحده عربي اماراتو «رياه» نومې تېل لېږدوونکې بېړۍ د شنبې په ورځ غرمه يوولس بجې د ايران سمندري پولې ته څېرمه ليدل شوې، خو تر هغه وروسته يې موقعيت نه معلوميږي.

د بېړيو د انټرنيټي خدماتو يوه کارکوونکي رنجيت راجه اسوشيټېډ پرېس ته ويلي، نادرکې شوې بېړۍ له تېرو درې مياشتو راهيسې خپل موقعيت نه و پټ کړی او داسې ښکاري، چې یاده بېړۍ له کومې ستونزې سره مخ شوې ده.

متحده عربي اماراتو او همدارنګه ایراني چارواکو تر اوسه د نادرکه شوې بېړۍ په اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

د يادونې وړ ده، چې د روانې مياشتې په لومړیو کې برتانيې د ایران تېلو لېږدوونکې بېړۍ نيولې او تر اوسه يې نه ده خوشې کړې.

د برتانيې د دې کار په غبرګون کې د ایران مذهبي مشر ایة  الله علي خامنه‌ يي ويلي و، ایران به د برتانيې د دې کار ځواب ووايي.

د متحده عربي اماراتو دا بېړۍ په داسې حال کې نادرکه شوې، چې سيمه کې د ایران او امريکا حالات ترينګلي دي، د دواړو هېوادونو چارواکي د يو بل پر ضد توندې ژبې کاروي او په سيمه کې متحده عربي امارات او سعودي عربستان د ایران پر  ضد  د امریکا ايتلافيان بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x