
د وحشی چاپو د مخنیوي یوه حل لاره
عادل عادل
د اتلس کلن اشغال په اوږدو کې د بې رحمه او وحشي اشغالګرو او د دوی د تربیه شوو اجرتي لاسپوڅو له بیلابیلو جګړه يیزو مظالمو سره په لنډه موده کې اتلو مجاهدینو په هراړخیز ډول خپل ځانونه د یو لړ قربانیو په ګاللو سره عیار او د اشغالګرو دقیق پلانونه او جنګی ستراتیژی یې له پرله پسې ناکامۍ او چلنج سره مخ کړې دي.
اوس چې امریکایایي یرغلګر د ماتې او شکست په مورګه ولاړ دي او د تېښتې لپاره د مقاومت له غازیانو سره په خبرو لګیا دي، د دوی وحشي لاسپوڅي په خپلې جګړه مارې بڼې سره د سولې هڅې سبوتاژ کوي، او ددې ناروا هدف لپاره یې د عامو او ملکي وولس ځور، توقیف، تعقیب او مرګ ژوبلې ته کار ویلی دی ځکه اتلو مجاهدینو د دښمن چاپې او شپنیز عملیات تر ډېره ننګولي او د سر په کاسه کې یې اوبه ورکړې دي نو ځکه یې بې وسه وولس خپل هدف ګرځولی او مرګ ژوبلې ته یې د طالب نوم ورکوي.
نو عام ولس ته پکار ده چې لاس تر زنې د خپل مرګ لپاره مزید انتظار ونه باسي او د یادو وحشي چاپو د مخنیوي لپاره یوه حل لاره ولټوي او په وړاندې یې عملي ګامونه اوچت کړي کنه دا لړی به همداسې ادامه پیدا کړي.
په کلیوالو سیمو کې باید وولس د شپې له خوا نوبتي پیرې او ګزمې وکړي او د هر جومات یا کلي په کچه په نوبتي ډول وسلوال ځوانان وګوماري تر څو د کلي په اطرافو کې سنګر ونیسي او د اشغالګرو د احتمالي چاپو په صورت کې د مجاهدینو په مرسته او هماهنګی وحشي چاپه ماران محاصره او د نابودی تر کچې غافلګیر کړي.
همدارنګه وولسي خلکو ته ښایي تر څو د پورته حل لارې تر څنګ په لاندینیو یو لړ احتیاطی تدابیرو باندې هم سلا مشورې وکړي او په اړه یې عامه پوهاوی رامنځ ته کړي:
1. د شپې له خوا په یوه ځای کې د راټولېدو مخنیوی وکړي.
2. میلمستیاوې، واده، ختم او فاتحې باید د ورځې له خوا ونیول شي او له ماښام څخه مخکې هر څوک خپلو کورونو ته متفرق او ستانه شي.
3. د ضرورت او پاته کېدو په صورت کې میلمانه یا کوربانه ځوانان باید د میلمستونونو (بېټکونو) او یا مسجدونو پر ځای په باغونو یا داسې ځایونو کې شپه تېره کړي چې د دښمن د هدف ګرځولو احتمال یې کم او یا هم له نشت سره برابر وي.
4. کلي ته د راتلونکو بیګانه خلکو، میلمنو، یا مسافرو راتګ او وتل په کلکه توګه وڅارل شي.
5. د تلیفون شبکې له مازدیګر مخکې بندې کړل شي تر څو د جواسیسو د تلیفوني اړیکو مخنیوی وشي.
پورته حل لاره او احتیاطي تدابیر که هر څو هم د ملکي تلفاتو مخنیوی نشي کولای ولې د وحشي چاپه مارانو هدف خطا ایستلی او د متقابل چټک غبرګون او غافلګیره محاصرې په صورت کې یې د درنو تلفاتو په ګاللو سره بالاخره له خپل وحشت څخه راګرزولای شي.
د یوه سوکاله، سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله
جوړ تازه په خیر،
عادل ،عادل ته،
د ستا لیکنه داسی ده ،لکه چه د یو انسان ټول بدن ژوبل وی.خو دا ژوبل انسان فقط د ځان یو زخم علاج پسی ګرځی،او نورد ټولو زخمونه غم نه کوی.
ولی سوله نه کوو؟په سوله کی هر څه زموږ خوندی کیدای شی،او الله ج فرماییلی چه سوله کی مو خیر دی.
یوازی چاپی نه دی، بلکه طیاری،ځانمرګی او ړانده ماینونه هم دی،
جنګ اعلان امریکا سره،وژل کیږی پکی فقط افغانان.
په ټول کال ۱یو امریکایی هم نه وژل کیږی،د یوی سپږی لپاره پوستین په اور اچوو
عادل عادل وروره باور وکړه چه زه هم په همدي فکر که وم چه ځنګه يوه د حل دفاعي لاره پيداکړم او زموږ مظلوم ولس ته ئي په ډاګه کړم. طرحه او پيشنهاد مو ډير معقول دي. زما په ياد راځي کله چه روسانو زموږ هيواد اشغال کړي وه، نو هغه وخت هم په کليوالو سيمو کي خلکو د شپي ګزمي کولي، ولوکه روسانو او دولت دشپي عمليات نه کول. اولس بايد پورته شي او له ځانه دفاع وکړي، کنه همداسي به هره ورځ او شپه ددي بيدينه دالري غلامانو او دهغوي دبادارانو له خوا قتلي عام کيږي. دا فاحيش… نور لوستل »
ګران عادل عادل او کاروان صاحب امنیت ترحه تقریبا مناسبه ده خو که یو څو ټکی زه نورهم پراضافه کړم نو کیدای سی چی ترحه نوره هم غنی سی او دټولو زړه سواندو هیواد والو څخه هیله کوم چی ددی ترحی سره خپل مثبت او دهیوادوالو دساتنی په موخه نظرونه شیریک کړی. زما نظر: علاوه پردی چی عادل عادل مثبت ټکی وړاندی کړی دهغوی سره په څنګه کښی هرکلیوال دی په خپل کور، دکورسره په خواکی، باغ، مځکه اویا نژدی غونډی کښی داسی نغمونه وباسی چی په اسانی سره یی پته نه لګیږی اوسرونه دی ښه محکم او په زیاتو… نور لوستل »
خواخوږي صاحب، خبري دي ټولي سمي دي، اماد پنځم ټکي سره د موافق نه يم، ځکه همدغه فوځي قرارګاوي دي، چه زموږ اولسونه وژني، نو بيا ځنګه کولي شو چه دهغوي سره په تماس کي واوسو او يا اعتبار پري وکړو، چه ګويا هغوي به د اولس مرستي ته راودانګي!! دا به داسي وي لکه چه پيشو ته ووائي چه ته غوښه ساته!! کاروان
بهتره لار داده چی ترهګرو ته په کلی کی ځای مه ورکوی. د اسلام په نوم نور مه غولیږی، د پنجابیانو نه فتوای مه اخلی حال مو لدی بد تر سه ورک شی. صرف د جنګ لاری خلکو ته ورښیی او بس. تش په نامه د سولی خبری کوی اصل هدف مو جنګ دی نه سوله. ####.
د هغوی سره چه مونږ له یوه زیات ګډ مخرجونه لرو ، د هغوی سره سوله او د هغوی سره چه مونږ د انسانیت مخرج هم نه لرو ( یواځی بشریت کی سره شریک یو ) هغه وحشی او اشغلګر کفار دی د هغوی سره روغه جوړه کیدی شی مګر سوله امکان نه لری هغوی حریص او د مظلوم بشریت د استثمارولو دپاره د الهی نظام او الهی عدالت دشمنان دی، استثمارګر بی عدالتی غواړی چه فساد او جنګو ته پکی زمینه برابره شی فساد او جنګونه د استثمارولو یواځنی وسیله ده. د کابل غلامه اداره د اشغالګرو له خوا… نور لوستل »
پر ځای خبره ده، باید ټول ولس په خپلو کلیو لویو لارو سړکونو کی په نمبر باندی پیری شروع کړی دا حالات د کفارو له ناکامو پالیسیو څحه یوه ده چی ډیر به دوام ونکړی.، مخکی له دی چی د کفارو لاس زمونږ ګریوان ته رسی باید کټ شی.
ته به خپل ځوی پیری لپاره ولیږی که یی ته لږی بیا به یی ولس هم ولیږه. تر څو به په دا خوار ولس په زوره پیره کوی ###. ترهګر، پنجابیان او ازبکانو ته خپل کور کی ځای مه ورکوه هیڅ خبره نده. ستاسو له کلی نه حکومت ته راپور ورځی چی د فلانی په کور کی نن شپه ترهګرو ډوډی خوری، نو حکومت مجبوره ده چی هماغه شپه پر همغه کور چاپه واچوی ورسره څو نور کورنه هم زیانمن شی لکه چی تاسی ځانمرګی کوی ورسره په سلګونو نور بیګناه کسان وژنی. ستاسو او د هغو څه فرق دی… نور لوستل »
د بیګانه خلکو چه نه پیژندل کیږی کلکه څارنه ضروری ده .
د شپی له مخی دی موبایل بندول څه چه بیتری او سیم کارت هم له موبایل وباسی،که سیم کارت موبایل کی وی بیا هم دکشفیدو احتمال شته.
له خبرو نه دی معلومیږی چی ترهګر یی. کچیری غواړی چی کلی مو آرامه وی د کلی په سطح شورا جوړه کړی طالبانو او حکومت هم پری خبری کړی بیګانه کس چی کلی ته راغلی ورته ووایه چی چیری ځی او یا چا سره کار لری. ترهګرو ته په جوماتونو او کورنو کی ځای مه ورکوی هیڅ خبر نده. نو ستاس مبایل حتمآ د ترهګر له نمرو سره وصل دی باید چی ستا په کور چاپه ولګول شی.
اجمله، ته چه د فاشيست ،غلامي، رسمي ترهګري اداري سره کار کوي، نو ته او پلار د هم رسمي ترهګر ياستي. وخت به مو راشي او بيا به دغه مظلوم ولس چه تاسي ورته ترهګر وائي، حساب او کتاب درسره وکړي. انتظار باسي! کاروان
مننه داشه فکر ده خو مجاهدین باید خلک عملا وهڅوي
که ولس دونه سر خلاص کری چی د شپی گزمه په نوبت وکی شه خبره ده، خو سوال دادی چی دشپی گزمه د چا لپاره؟؟؟؟؟ حکومت؟؟ اشغالگر؟؟ طالب؟؟؟ پنجابیان؟؟؟ داعشیان؟؟؟ زما په فکر حل دادی چی هرکلی خپل زوانان د پورته خلگو سره د همکاری خخه را وگرزوی زکه هره ذکر سوی دله خپلو گتو د ترلاسه کوولو لپاره د همدی کلیوال زوانانو په واسطه خپل ورونه په یو او بل نامه وژنی، شه مثال، په دا تیر کال کی سو کفار او اشغالگر مره سوی دی؟؟؟ خو تاسو وگوری یوازی د حکومت ۴۴۰۰۰ سربازان چی توله زوانان دی مره… نور لوستل »
جوړ تازه،
نه توپک په اوږه کوم.او نه پهره کوم.نه سمڅی جوړوم.او نه فرعی پټی لاری جوړوم.نه افغان وژنم .نه په عسکر ډز کوم او نه په طالیب.
دولت سره نر په شان خبری کوم سوله کوم.
که ڼن نه وی سل کاله بعد به هم خبری ته سره کینو .
بله لاره یی دا ده.چه طالیب دولت د بکوا دښتی سره ووځی،هلته دجنګ سره وکړی،چه چا بری حاصل کړ بادشاه د شی.
هم طالیب او هم دولت عام ولس د ځان سپیر کوی.
سوله نه یی بله لاره نشته
پشتین صاحب او نورو صاحبانو ! فکر نه کوم چه په ۱۸ کاله اوږد جنګ کی تاسی تر اوسه هم په دی قانع نه یاست چه افغانستان اشغال او د اشغالګرو له خوا غلامه او فاسده اداره د برچی په زور په مونږ تحمیل شوی. هغه غلامی اداری ته په قصدی ډول د حکومت نوم یادول د حکومت نوم او هیوادوالو ته توهین دی . د کابل غلامی اداره له ( الفه تر یا ) د اشغالګرو له خوا تمویل، تجهیز او روزل کیږی یعنی د کابل اداره کوم سیاسی حیثیت نه لری ، د غلامانو شاهدی نه منل کیږی… نور لوستل »
ما ته دواړه غلامان یاست. ته کچیری شعور لری، عقل لری او ځان ته با شعوره انسان وایی یو وار فکر وکړه د یوی ورځی د جنګ مصرف څومره دی. تجهیزات، وسایل، مرمی خواړه، انتقالات، اکمالات دا ټول په میلینونو ډالره مصرف لری. دا له آسمانه راځی او د آی اس آی نه؟ که له آسمانه راځی بیا زه ملامت او که چینل د آی اس آی نه راځی بیا ستاسو غلامانو او حکومتی غلامان تر منځ څه فرق دی. ولی مو په ابتدا کی تيښته وکړه؟ ټول د پاکستان په لور وتښتیدي هلته تجهیز شوی، ترننګ مو وکړ بیا… نور لوستل »
دا دګزمو جنګ نه د ازادی جنګ دی سپیڅلی جهاد دی ، دا چه له کلی کور خلکو محلی ملیشی جوړوی دا هم د اشغلګرو او غلامی اداری د مظلوم اولس د ویشلو او وژلو د پاره بله فتنه ده ، انګریزانو د هند په لویه وجه کی د لمړی ځل د پاره د هغو ولسون د ویشلو ، کرکو او دشمنیو اچولو د پاره شروع کړی هم به یی هغه ملیشی د هماغه کلی تر منځ کارولی د هغه کلی مشران او بوهه خلک په دی تور وژل چه د ازادی غوښتونکو سره اړیکی لری او هم به یی… نور لوستل »
ښه مقاله ، ښی سپارښتنی او په تبصرو کی ځنی نوری پوهنی .
زما په اند تر ټولو ښه لار به دا وی چی د کلی مشران دی د طالبانو سره په تماس کی سی او د کلی اوسيدونکی دی جهاد او آزادی ته وهڅوی ، څومره چی اشغالګر او غلامان ئی ووهل سی هغومره ژر به آزادی او استقلال وګټل سی ، اسلامی نظام او خپلواکی به راسی ، دا مظلوم ، کړيدلی او زوريدلی ولس به د آرامی سا واخلی . انشاءالله
جمیله: وایی ستاسو له کوره په لسګونو کسان جهاد ته تللی. په عوض ددی چی یوه ښه لار خلکو ته وښیی بیا جهاد او آزادی. نور ملت پوه ده جهاد جهاد مو فایده نکوی یوه بله خبره وکړه ###. ګوړه ګوړه یاده وه خوله به دی شرینه وی.
اجمله !
ستا دښمنی د هغه چا سره ده چی د ټولو کايناتو خالق دی .
تر هغه به جهاد وی چی ټوله محمدی کليمه ووايی او پر ټوله نړۍ د الله(ج) احکام جاری وی .
ښی چاری.
یوه بله لاره د چاپی اچولو هم شته.هغه دا چه کله دولت چاپه اچوی.نو د هری پوښتنی ځواب په رښتیا سره ورکوی.چه د طالیب پوښتنه کوی نو طالیب ورته ښایی .
او چه کله طالیب چاپه اچوی نو دولتی خلک ور په ګوته کوی.
نور څلویښت کاله درواغ او د یو بل بچ کول بس دی.پټ پټونی بس دی.سوله اور بند نه کوی پریږده چه سره معلومه کړی.
عامه ولسه ځانونه بچ کوی.یوه ورځ ژوند کول د دنیا په مخ هم د الله ج له خوا درته لوی نعمت دی.
تاسی هم له هغوی کم نه یی. هغوی چاپی اچوی تاسی ځانمرګی د پوهنتونونو، مکت بونو او نورو ګڼه ګڼه کی کوی. تاسی دواړه د افغانانو د وژلو لپاره مؤظف شوی خلګ یاست. ملت له تاسو ټولو څخه نفرت کوی. پدی مه خوشحاله کیږی چی ## خلګ تاسو سره مینه او خواخوږی لری څومره چی خلګ له حکومت څخه نفرت لری له تاسو نه یی زیات لری. حکومت خو یو څو عمرانی کارونه د خلکو د تحصیل او روغتیا لپاره کړی تاسو څه کړی؟ سرکونه مو خراب کړل، مکتبونه مو وځوسول، حتی روغتیایی مرکزنه هم ستاسو له شره ښه ورځ… نور لوستل »
زما یو مشوره واوری: آیا کله مو اوریدلی چی په ځاځیو کی انتحار شوی او یا طالبانو جنګ کړی او یا حکومت چاپی اچولی نه هیڅ کله. وجه: ځاځی میدان له پاکستان سره سرحد لری او باید چی هلته هر وزځ جنګ وای خو بر عکس. هلته خلګ د قوم او د کلی په سطح شورا لری. د شورا د غړو امر فقط لکه قرآنی آیت هیڅ څوک تری سر نشی غړولای. چی د هغوی کلی ته ورشی نو یو ماشوم یا یو ځوان به تانه پوښتنه کوی چی چا سره دی کار دی، څوک دی پکار دی. هیڅ بیګانه… نور لوستل »