حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره بل پلاوی ټاکي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره بل کوچنی، خو مؤثر پلاوی ټاکي، چې د سولې په خبرو کې تجربه ولري.

د صديقي په خبره حکومت دا ځل له طالبانو سره د خبرو لپاره داسې پلاوی ټاکي، چې د افغان حکومت او ولس سم استازيتوب وکړی شي او د سولې په خبرو کې ښه تجربه ولري.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې طالبان به د حکومت له نوي جوړېدونکي پلاوي سره وګوري که نه، خو تېره اوونۍ د دوحې بین الافغاني ناسته کې طالبانو د لوړپوړو افغان چارواکو له ګډون سره مخالفت  ښودلی و او ټيټپوړو چارواکو په شخصي توګه په دغه ناسته کې ګډون کړی و.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره بل پلاوی په داسې حال کې ټاکي، چې راتلونکي وخت کې سمرقند کې د افغان سولې په تړاو ناسته کيږي او طالبان هم وربلل شوي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې طالبان به هلته له حکومتي استازو سره وګوري که نه.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وایي، امریکا غواړي، د طالبانو او افغان لوري ترمنځ ګټورې  خبرې وشي، تر څو خپلو خلکو ته وښيي، چې د افغانستان جګړه په سولې بدلېدونکې ده او هغه خلک، چې کلونه کلونه يې له يوه بل سره جګړې کړي، د امریکا په هڅو له يوه بل سره مخامخ کیناستل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د