ولسمشر اشرف غني

اشرف غني: امارت بیا ځلې د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي، امارت تر دې وړاندې هم په خلګو په زور منل شوی وو او تر دې وروسته هم د منلو وړ نه دی.

غني چې له «ټي آر ټي» تلویزون سره یې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کولې وویل « هغه سوله چې په ټاکنو باندې منفي اغېز کوي د منلو وړ نه ده، راتلونکو مذاکراتو کې طالبان له افغان حکومت سره مخ کېږي دا له امریکا سره د طالبانو مذاکرات نه دي».

غني زیاته کړه « موږ له امریکا او نورو متحدینو سره په دې برخه کې همنظره یو چې سوله باید تر ټاکنو وړاندې وغوښتل شي خو ټاکنې اړینې دي، د افغانستان سوله سختې پریکړې په ځان کې رانغاړي او په تړاو یې فیصله باید د افغانستان راتلونکی حکومت وکړي».

نوموړي له دې سره، سره د مؤقت حکومت موضوع ته توند غبرګون وښود او د مؤقت حکومت جوړول یې غیر عقلاني کار وباله « دا یوه غیر عقلاني پریکړه ده، د انتخاباتو له لارې راغلی مشروع حکومت هیڅوک نشي منحل کولای، او هیڅ اداره نشي کولای مؤقت حکومت تشکیل کړي».

د ګډ حکومت مشر داسې مهال په ټاکنو ټینګار او  له مؤقت حکومت او امارت سره اختلاف ښيي، چې طالبان له امریکا سره توافق ته په رسېدو ښکاري خو تر دې دمه یې په بیا، بیا له ګډ حکومت سره خبرې رد کړې او حکومت یې د امریکایانو ګوډاګی یاد کړی.

په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ټینګار کوي، چې ټاکنې دې له طالبانو سره توافق ته تر رسېدلو ورسته وشي، ددوی په خبره، واقعي او له فساده خلاصې ټاکنې یوازې په سوله ئیز او امن حالت کې شونې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

اشرف غني خوشي خلاف وايي د افغانستان ټول خلک منفي ګوډاګيان، په خپل هيواد کي د اسلامي عدل واکمني غواړي او د امريکايي اشغالګرانو له لاس کښېنولي پوشالي او بل واکي او کاواکي منفوري او له فساداو فحشا څخه ډکي ادارې څخه تر پوزي راغلي دي. او ټول دعاوي کوي چی الله دي هر څه ېر دا د غلو ديموکراسي راوپرځوي.

جميل
میلمه
جميل

منافق او مشرک ته په رښتيا هم اسلامی امارت د منلو ندی .
ای بيشرمه منافقه ! څنګه چی مخکی همدغه امارت او همدا خلګ په زور راغلی وه بيابه هم همداسی د الله(ج) په پيرزونه همداسی د خپل موئمن او غيرتی ولس په زور راځی .
ستاسو منافقو بی همتو خو د ۵۰ پلندرانو سره غړی تښتيدلی او حيرانی اخيستی ياست چی دا څه وشول د دی ۵۰ زورو سره بياهم ناکامه څنګه يو ، په همدغه حيرانی کی به مو مرداره سا په وهلو درنه وخيژی .

اجمل
میلمه
اجمل

جمیله: بیا څه ترتی وتی وایی؟ بی ام ۵۲ خو ټول ورپسی واخستلو د زور خبری مکوه چی وبه شرمیږو.

جميل
میلمه
جميل

اجمله !
د پاک الله(ج) پيرزوينه او د خپل ولس زور هغه درک کولای شی چی يوڅه ايمان او افغانی غيرت ولری .
امريکا او نور شرمښان دی د بی۵۲ سره و دی موئمنو او غيرتی طالبانو ته پر ګونډو شول اوس د تيښتی لاری لټوی .

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

شرایطوته په کتو نورخوستاځای نشته اودابه دی هوښیارتیاوی ،چه طالبانو ته لاړشه اودراتلو پذرائی وکړه ؟ نورمه ولس قتلوه اونه درسره څه شته دغار څخه راووزه ؟ دابیباکه ډالر پرست خلك تاغلوی ویښ شه،نوردی په واك کی هیڅ هم نشته؟اوکه دانشی کولی نوبیك دی واخله اوکافره ښځه دی دګوتی ونیسه اوځان کلیسا ته ورسوه ؟ والسلام .

اجمل
میلمه
اجمل

تر یو ځی پوری خو غنی هم ریښتیا وایی. امارت څه خلکو ته ورکړل؟ غربت، فقر تنګدستی او وهل او ټکول نور په امارت کی څه وه؟ صلاحیت ټول د پنجابیانو په لاس کی وه، عربیان، چیچن او ازبکان خو مو لیدل چی بی نمبر پلیټه موتر یی هری خواته ځغلول. د یوه تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی وهلی. ډوډی مو له نانوایی څخه د موسسی په کارت سره راخستله. صرف یو امن پکی وه هغه هم د برچی په زور.

اجمل
میلمه
اجمل

یو خبره چی باید ومنل شی هغه داچی ټاکنی باید پس لدی چی سوله وشی سرته ورسول شی. هغه وخت به انتخابات شفاف وی او ټول افغانان په شمول د طالبانو به پکی برخه واخلی. اوس خو هغه ده چی پخوانی جهادی مشرانو هم زړه ښه کړی چی د طالبانو خواته واوړی نو پدی صورت به په انتخاباتو کی د طالبانو ګټل حتمی شی.