افغانستان

ارګ دار الافتاء جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» په یوه ځانګړي فرمان کې د دارالافتا د تاسیس امر کړی.

له ارګ  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودیجې له پلوه خپلواک دی، دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي».

ګډ حکومت داسې مهال د درالافتاء جوړلو ته مټې را نغاړلې چې په دې وروستیو کې یې په لوړپوړو چارواکو باندې د جنسي تېري درانه تورونه ولګېدل او د حکومت د مشر ارشد سلاکار د جنسي ځورونو په تړاو له ډېرو داسې شیانو پرده پورته کړه چې تر دې وړاندې نه وو رسنیز شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

مفتی بي جانکیری وي دلته به لوطیات اوموتیان سره راجمعه کیږی

مجاهد

رولا غنی عیسوی او یهودی به یی مشره وی او که د جمهوری ریاست لمړی معاون لوطی او وحشی دوستم به د دارالافتا مشر وی او که غلام غنی او یا ایجړا عبدالله به یی مشران وی او که دا ټول به په ګډه فتواوی ورکوی . دارالافتا چه جوړیږی د دموکراسی په ټاکنو او اصولو جوړی شوی مشرانو او کشرانو جرګی دڅه د پاره دی که هغوی انسانی قوانین جوړوی او هغه د معرض اجرا د پاره حکومت ته سباری او په هغوی عمل کیږی نو دارالافتا بیا د هیواد او اسلامی نړی د مسلمانانو د خطا ایستنی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x