بدخشان: طالبانو د لاجوردو تر ټولو ستر کان تر خپل واک لاندې راوستلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د بدخشان ولایت په «کران و منجان» ولسوالۍ کې واقع د لاجوردو تر ټولو ستر کان په خپل واک کې اخستی.

هشت صبح ورځپاڼه د بدخشان ولایت د والي د ویاند «نیک محمد نظري» له قوله لیکي، طالبانو د تېرې دوشنبې په شپه د یادې ولسوالۍ په کران و منجان کان باندې حمله وروړه چې په پایله کې یې د کان د امنیت لپاره ټاکل شوي شل تنه سرتېري ژوندي ونیول او کان یې په خپل واک کې واخست».4

نظري زیاتوی « طالبانو یاد کان د قدیر په نامه د یو تن غیر مسئول قوماندان په مرسته نیولی خو محلي اداره هڅه کوي یاده سیمه له طالبانو بیرته ونیسي».

د نظري په خبره، د کران و منجان د کان چارې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې وې او استخراج نه ترې کېده.

بل لور ته د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي، چې د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې یې معاون قوماندان او ۳۷ نفر عسکر نیولي او پراخه سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د