د ګڼو ولایتونو مخورو له طالبانو سره د وفادارۍ ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبان وايي،د دعوت او ارشاد کمېسیون په مرسته او هلو ځلو د هیواد له ګڼو ولایتونو څخه مخور او جهادي قوماندانان ورته راغلي او له دوی سره یې د وفادارۍ ژمنه کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « ددعوت ارشادجلب اوجذب کمیسون دشمال ختیځي حوزي دمسولینو په هلو ځلو او تشویق دهیواد دګڼو ولايتونو یو شمیر پخوانیو جهادي شخصيتونو او مخورو قومندانانو دیوې جوړي شوي غونډي په ترڅ کې له اسلامي امارت سره خپل بيعتونه اعلان او دوفاداری ژمني په ډاکه کړي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « دغه جهادي قومندانان چې په خپلو ولایتونو کې دسوونو مجاهدینو او افرادو په استاځیتوب راغلي وو ددعوت ارشاد جلب اوجذب دکمیسون له مسولینو او ډاډ اخيستلو اودبیعت له اعلان ورسته ووئيل چې په نيږدې راتلونکي کې به په خپلو ولايتونو کې دپراخو غونډو او مراسمو په ترڅ کې دخپلو ولسونو په حضور کې له اسلامي امارت سره بيعتونه درسنیو تر پوښښ لاندي تجدید او اعلان کړي».

د خبرپاڼې له مخې، یادو ټولو قوماندانانو له طالبانو سره ددوی یو ځای کېدل د طالبانو د لیکو په مظبوطوالي کې اغېزمن وګڼل او هیله یې څرګنده کړه چې ددوی دا ګام به مخالفین هم د طالبانو لور ته راوګرځوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ښه خبر دی. د سره به طالبان په انتخاباتو ګډون وکړی او انتخابات به وګټی. بیا به طالبان خپله کابینه جوړوی او حکومتداری به کوی نو جنګ ته څه ضرورت. کچیری دا خبری ریښتیا وی بیانو جنګ ولی کوی د انتخاباتو له لاری د حکومت څښتنان شی. تاسی خو جهادی مشران او مجاهدین ټول وټکول په والله که یو تاسو نو ښه زړه ولري.