د پيرمحمد کاروان نوی غزل

پير محمد کاروان

د سُر په راز مې پوی کړه ما په تال و پوهوه
مطربه په نغمو مې د جمال و پوهوه

بیا شپه شوه نیمه شپه شوه څه پسته په زړه را وُرې
سپوږمۍ په پلوشو مې د مشال و پوهوه

د زړه د نرګس پاڼې مې په ورو، ورو رېږدوي
په ورو ورو مې په دې خوشبو شمال و پوهوه

له کیف مې کړه غزلې مالامالې مالامالې
ما ډېر په خوږو سترګو د غزال و پوهو ه

معشوقه تری تم یې را پیدا شه را پیدا
له قاله مې خبر کړه ما په حال و پوهوه

در جار شم د زرغون طاووس د پَرو میناتوره
شاګرد دې هم پر دې میناتور خیال و پوهوه

چې داسې منګی جوړ کړي چې د سولې سرود وایي
خالقه لږ د بر کلي کولال و پوهوه

غریب یمه په تش لاس د لوَنګو لَو ته ځمه
چې کار د لاره راکړي سپین هلال و پوهوه

چې غږ به یې کړې زړونو ته ورتېرې نرۍ لارې
کاروان په اذانونو د بلال و پوهوه

پير محمد کاروان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د