اشرف غني د سعودي له ولیعهد سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» په یوه تلیفوني اړیکه کې د سعوي عربستان له ولیعهد «محمد بن سلمان» سره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو په امنيتي مسايلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سعودي عربستان بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو په لاسرسي، په سيمه ييز اتصال کې د سعودي عربستان په نقش او د سولې په پروسه بحث او خبرې وکړې.»

ارګ داسې مهال د سعودي عربستان له ولیعهد سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په سوله هم غږېږي، چې طالبان له امریکایي لوري سره توافق ته نږدې شوي خو ګډ حکومت یې د مذاکراتو له صحنې څنګ ته کړی او تر دې دمه یې ورسره له مخامخ خبرو انکار کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د