د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

پنټاګون: افغانستان کې دې له تروریزم سره مبارزه روانه وساتل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت «پنټاګون» وايي، که چېرې متحده ایالات او افغان حکومت په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزه ودروي له داعش، القاعدې او ځينو طالبانو څخه به درانه زیانونه وویني.

له پنټاګون څخه په همدې تړاو په  خپاره شوي راپور کې راغلي « که چېرې متحده ایالات له طالبانو سره د روانو خبرو له لارې یوې سیاسي مصالحې ته ورسېږي بیا به هم دلته د داعش، القاعده او د طالبانو د ځینو سخت دریځو غړو له لوري افغانانو، افغان حکومت او امریکا ته ستر ګواښ جوړ شي نو ځکه متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو ته ښايي څو په  دې هیواد کې د تروریزم په وړاندې مبارزه روانه وساتي».

دغه راپورونه وروسته تر هغه خپرېږي چې دوې ورځې وړاندې د امریکا لوی درستیز «مک میلي» وویل « له افغانستان څخه په بیړه د عسکرو را ایستل به یوه ستراتېژيکه غلطي وي».

پنټاګون داسې مهال په افغانستان کې د داعش، القاعدې او طالبانو له لوري ګواښونو ته اندېښمن دی، چې امریکایي ټیم له طالبانو سره له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو اړوند توافق ته په رسېدلو ښکاري.

د شنونکو په باور، په افغانستان کې له طالبانو پرته بله داسې ډله شتون نه لري چې د نړیوالو په وړاندې دې وجنګېږي او دا چې وخت په وخت د داعش او نورو ډلو نومونه یادېږي یوازې په مذاکراتې میز باندې په طالبانو باندې د فشار واردولو په موخه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د